نړۍ

افغانستان کې جنګي جرمونه: نهو استرالیایي پوځيانو ځان وژنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): تېره اونۍ د استراليا دفاع وزیر او ورپسې لومړي وزير په خپلو څرګندونو کې اعتراف کړی و، چې د دوی عسکرو افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت پر مهال ۳۹ ملکي افغانان وژلي او په دې اړه يې له افغانانو بښنه غوښتې وه.

د برتانيا ډيلي مېل ورځپاڼې ليکلي، د دغه رپوټ د ښکارېدو راهيسې يوازې په تېرو درې اونيو کې نهو استراليايي عسکرو د خجالت او د جنګي جرمونو د ترسره کولو له امله ځانوژنه کړې ده.

د ډيلي مېل د رپوټ له مخې د دغو عسکرو عمرونه له ۲۰ تر پنځوسو کلونو دي، چې اته يې سړي او يوه په کې ښځه ده.

له څلورو کلونو بحثونو او څېړنو وروسته تېره پنجشنبه د دغه رپوټ ځينې مهمې برخې خپرې شوې، چې په نړيواله کچه وغندل شوې.

غربي رسنۍ وايي، د امريکايي او برتانوي عسکرو سربېره په استراليايي عسکرو کې د ځانوژنې کچه ډېره شوې، چې د استراليا په تېر لنډ تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي.

داسې ويل کيږي، چې د ۳۹ ملکي افغانانو د وژلو څېړنو هم د استراليايي عسکرو په ځانوژنو کې مهم رول درلودلی دی.

استراليايي رسنۍ وايي، د جنګي جرمونو رپوټ په افغانستان کې د ټولو جنګېدونکو استراليايي عسکرو پر روحياتو منفي اغېز کړی او هر يو دا ګومان کوي، چې په دې جنګي جرمونو کې به يې نوم راووځي او سربېره پر دې ډېری استراليايي عسکر د افغانستان جګړې له امله په عقلي او عصبي ناروغۍ اخته شوي دي.

تر اوسه دا په یقيني توګه نه ده روښانه، چې دغه ځانوژونکي استراليايي عسکر د افغانستان په جنګي جرمونو کې ښکېل وو که نه.

په تیرو څو کلونو کې لویدیځو رسنیو څو ځلې په افغانستان کې د میشتو استرالیایي عسکرو له خوا ملکي افغانانو او بندیانو سره د «غیر قانوني چلند» رپوټونه ورکړي وو چې په کې د ملکیانو او افغان بندیانو وژنه هم شامله ده.

د دغو تورونو په هکله پلټنې د څلورو کالو راهیسې په محرمه توګه روانې وې چې ګواکې د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶ پورې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو یو شمیر غړو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او نتیجې یې دوه اونۍ وړاندې د استرالیا حکومت ته سپارل شوي دي.

د استرالیا حکومت تیره اونۍ اعلان وکړ چې د ځانګړي څارنوال د دفتر په ایجادولو سره په افغانستان کې د استرالیایي پوځیانو د “جنګي جنایاتو” تورونه پلټي.

له اوږدو تحقیقاتو وروسته د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته په یو استولي لیک ددغه هېواد د عسکرو لخوا ملکي افغانانو سره د ناوړه چلند او وژلو له امله بښنه غوښتې ده.

په ورته مهال ارګ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن تیره ورځ د کابل حکومت مشر اشرف غني سره تیلیفوني خبرو په ترڅ کې د استرالیايي عسکرو لخوا د عامو افغانانو په وژنه خواشیني څرګنده کړې ده.

که څه هم ارګ وايي، چې سکاټ موریسن ‎غني ته ډاډ ورکړی چې دغه څېړنې به په ښه توګه ترسره او عدالت به تامین کړل شي؛ خو دا نه دي ویل شوي چې اشرف غني د استرالیا لومړي وزیر ته څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

راشی زمونږه وطن ته دلته چی موقع مهیا شی هر ورځ ځان وژنه سره کوی خو د خجالتی له وجی نه بلکه د بی ننګی او بی غیرتی له وجی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x