افغانستان

اشرف غني د «اړیکو د ټينګښت» په نامه د پاکستاني بندیانو د خلاصون امر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د حکومت تر واک لاندې زندانونو کې د شته پاکستاني  بندیانو د خلاصون امر ورکړی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې د حکومت په زندانونو کې شته پاکستاني بندیان د «نېک نیت» او  «له پاکستان سره د اړیکو د غښتلتیا» په موخه باید له بنده خلاص کړل شي.

دغه فرمان چې څلور مادې لري، له مخې یې  ټول هغه بندیان چې د بند موده یې یوه میاشت پاتې وي؛ پاتې بند یې بښل شوی او تر څنګ یې د ټولو بندیانو نقدي جریمه هم معاف شوې.

Image

Image

اشرف غني دغه فرمان وروسته له هغه صادروي، چې تېره اوونۍ د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د سولې پروسې او دوه اړخیزو د ټینګښت په اړه یې د کابل له چارواکو سره خبرې وکړې.

د اسلام اباد پلاوي ددې ترڅنګ د کابل حکومت له چارواکو سره د «ګډ لیدلوري» په نامه یو سند هم لاسلیک کړی، چې له مخې یې باید په حکومتي، ټولنیزه او امنیتي کچه اړیکې ژورې شي.

په یاد سند کې ویل شوي، چې هیڅ لوری به خپله خاوره د بل په ضد نه کاروي او تر څنګ به یې په امنیتي او استخباراتي برخه کې اړیکې ژورې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x