نړۍ

کرونا وايروس: پاکستان يو ځل بيا د تعليمي ادارو بندولو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): پاکستان کې د کرونا وايروس د دوهمې څپې له خپرېدو وروسته دغه هيواد يو ځل د تعليمي ادارو د بندولو پرېکړه کړې ده.

نن په اسلام اباد کې د پاکستان د تعليم وزير شفقت محمود په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د روانې ميلادي مياشتې له ۲۶ مې نېټې څخه  به د راتلونکې جنورۍ تر ۱۰ مې نېټې پورې به ټول هيواد کې پوهنتونونه، کالجونه، ښوونځي او نورې ټولې تعليمي ادارې بندې وي.

شفقت محمود په ننۍ غونډه کې وويل چې په هيواد کې يې د کرونا دوهمې څپې له وجې د کرونا ناروغان ورځ تربلې زیاتیږي او د کرونا ډېرې نوې مثبت پېښې يې په ښوونيزو ادارو کې ثبت شوي دي.

هغه وويل چې د نومبر له ۲۶ مې نېټې څخه تر دسمبر۲۴ مې پورې به ټولې تعليمي ادارې د کرونا وايروس له امله او له هغې وروسته به د جنورۍ تر ۱۰ مې نېټې د ژمي رخصتي وي او د جنورۍ په ۱۱ به بياځلي تعليمي ادارې پرانستل شي.

د پاکستان د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هيواد کې د کرونا له امله ۳۴ تنه مړه شوي او ۲۷۵۶ نورو کسانو د کرونا معاينات مثبت ښودل شوي دي.

ددې وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا له لومړيو څخه تر اوسه په دغه هيواد کې ۷۶۹۶ کسان مړه شوي دي او نږدې څلور سوه زره په کرونا وايروس اخته شوي دي.

بايد وويل شي چې د کرونا دوهمې څپې هم په سيمه او نړۍ کې يو ځل بيا لسګونه زره خلک اغيزمن کړي دي او لاهم دغه شمېر مخ په زياتيدو دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x