افغانستانسولې اړوند خبرونه

چین: بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ په دوحه کې د سولې خبرې رواني دي؛ د چین د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غږ کړی.

په کابل کې د چین سفیر د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله لیکلي، چې چین له نړیوالې ټولنې، افغان ولس او حکومت سره یو ځای تروریزم سره د مبارزې او د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې هڅې کوي او زیار باسي چې له نړیوالې ټولنې سره د ګډې همکارۍ له لارې هر څومره ژر چې شوني وي افغانستان کې د سولې تامین کېدل یقیني شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه په «مسئولانه» ډول ووځي او دا یقیني کړي چې افغانستان بیا ځلې د «ترهګرو» په ځاله نه بدلېږي او د افغانستان د سولې او بیارغونې پروسه مخ په وړاندې ځي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې  د امریکا متحده ایالاتو له افغانستانه د خپلو زرګونو عسکرو د ایستلو اعلان کړی او پنټاګان پرېکړه کړې، چې د راتلونکي نوي کال د لومړۍ میاشتې په اوږدو کې افغانستان کې د خپلو مېشتو عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټيټ کړي.

ورته مهال په دوحه کې د  طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیم تر منځ هم له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا خبرې رواني دي، چې په دې وروستیو کې پکې د پرمختګ خبرونه هم ورکړل شوي او ویل کېږي، د طالبانو او امریکا توافقنامه د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په حیث منل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

دهاګ محکمه بایدتحقیق وکی چه دنومبرد ۱۱دامریکادورلډ ټریډ سنټردحادسی فلان چیری ترحه سوۍ اومجرمو ټرورستانوته په تیاروکی دسپریدوچانس چاورکړۍ ووآیادهغه وخت دافغانستان بیعلمه حکومت ددی طرحی پوهه درلوده ،داپلان په انګلستان کی جوړسوۍووادمشرف دحکومت په واسطه تطبیق سوۍ دۍ امریکا حطمی باید دافغانستان دجنګ تاوان ورکی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x