نړۍ

د اسرائيلو لومړي وزير سعودي ته پټ سفر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د اسرائيلي ښکېلاک د ښوونې وزير يواف جالانت منلې، چې د دغه هېواد لومړي وزير بنيامين نتنياهو د سعودي وليعهد محمد بن سلمان او نورو چارواکو سره د ليدو لپاره د سعودي عربستان پټ سفر کړی دی.

يواف جالانت اسرائيلي راديو ته ويلي، چې سعودي ته د نتنياهو سفر «ښکلې لاسته راوړنه ده» او په وينا يې په داسې حال کې له سعودي چارواکو سره نيمه رسمي ناسته هم ډېر مهم کار دی.

د اسرائيلي ښکېلاک د ښوونې وزير ويلي، دا هغه ستر کار و، چې د دوی مشرانو يې ارمان درلود او په وينا يې تر ټولو ستر کار دا دی، چې «په سني نړۍ کې د اسرائيلو تود هرکلی کيږي او د دښمني لړۍ په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده.»

خو د سعودي د بهرنيو چارو وزير د اسرائيلي ښکېلاک د چارواکو او محمد بن سلمان ترمنځ د ليدو رپوټونه رد کړي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان ويلي: «ما داسې رپوټونه وليدل، چې سعودي ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سفر پر مهال اسرائيلي چارواکو له سعودي مسؤولينو سره ليدلي. داسې هېڅ ناسته نه ده شوې، بلکې يوازې د امريکايي او سعودي چارواکو ترمنځ ناسته شوې ده.»

وال سټريټ ژورنال د سعودي حکومت د دوو سلاکارانو له قوله ليکلي، چې نتنياهو او بن سلمان تېره يکشنبه په سعودي کې سره ليدلي دي.

وال سټريټ ژورنال د نوم له يادولو پرته د باخبره لوړپوړو سلاکارانو له قوله ليکلي، چې بن سلمان، پومپيو او نتنياهو په ګڼو موضوعاتو خبرې کړي دي.

د اسرائيلو حکومت په رسمي ډول سعودي ته د نتنياهو د سفر په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

د اسرائيلو رسمي راډيو، «هارټس» «يدعوت احرونوت» او ځينو نورو ورځپاڼو ټينګار کړی، چې بنيامين نتنياهو تېره يکشنبه په پټه اسرائيلو ته سفر کړی او هلته يې د امريکا د بهرنيو د چارو وزير مايک پومپيو په ملتيا د سعودي وليعهد محمد بن سلمان او د کورنيو چارو وزير سره ليدلي دي.

د اسرائيلو «کان» خپرونې ويلي، چې له نتنياهو سره په دې سفر کې د اسرائيلي استخباراتو «موساد» مشر هم ملګری و، چې سعودي کې له پنځو ساعتو تېرولو وروسته بېرته اسرائيلو ته ستانه شول.

سعودي که څه هم له اسرائيلو سره رسمي اړيکې نه لري، خو بحرين، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو هېوادونو ته د اسرائيلو تلونکې الوتکې د سعودي له فضا تېريږي.

د فلسطين سربېره په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې له اسرائيلو سره هر ډول اړيکې له فلسطينيانو سره ظلم او خيانت بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

جنګ د ” صحابی سلمان ” د عقائدو او د ” سحابی سلمان ” د عقائدو تر منځ روان دی چی د مؤثقو روایاتو له مخی د سحابی سلمان او سلمانانو مخ به بالآخره تور سی که څه هم ظاهراً قوی وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x