نړۍ

د يمن ستر عالم شيخ عبدالمجيد زنداني په سعودي کې له ستونزمن ژوند تېرولو وروسته ترکيې ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د يمن ستر ديني عالم او دعوتګر شيخ عبدالمجيد زنداني په سعودي کې له څو کالو ستونزمن ژوند تېرولو وروسته ترکيې ته رسېدلی دی.

شيخ زنداني ته نږدې سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د يمن د علماوو رئيس وروسته تر هغه د ترکيې استنبول ښار ته رسېدلی، چې څو ورځې وړاندې د سعودي د سترو علماوو ډلې په يوه اعلاميه کې اخوان المسلمين ډله ترهګر او له اسلامي منهجه منحرف بللي وو.

شيخ عبدالمجيد زنداني د يمن د علماوو مشر او په پلازمېنې صنعاء کې د «جامعة الايمان» پوهنتون بنسټګر رئيس دی او له تېرو څو کلونو راهيسې دا پوهنتون د حوثې ملېشو په کنټرول کې دی.

شيخ زنداني په ۲۰۱۵ کال کې د حوثي ملېشو پر ضد د مقاومت اعلان وکړ او د يمن ګڼ شمېر سني علما‌ء او عام خلک يې د هغوی پر ضد مقاومت ته راوبلل.

په ۲۰۱۴ کې، چې حوثي ملېشو د يمن پلازمېنه صنعاء ونيوله، شيخ زنداني د لنډې مودې لپاره د امريکا متحده ايالتونو ته تللی و، په ۲۰۱۵ کې سعودي ته لاړ او له هغه ځايه يې د حوثي ملېشو پر خلاف د مقاومت لپاره هڅې کولې.

د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې شيخ زنداني ته نږدې سرچينو ويلي و، چې سعودي چارواکو په دغه هېواد کې د هغه په ګرځېدو بنديزونه لګولي او يوازې په پلازمېنې رياض او مکه مکرمه کې يې د ګرځېدو اجازه ورکړې وه او سربېره پر دې د هغه پر هر ډول بهرني سفر هم بنديز لګېدلی و.

تر اوسه دا نه دي ويل شوي، چې شيخ زنداني په څه ډول له سعودي څخه ترکيې ته رسېدلی دی.

شيخ عبدالمجيد زندان ستر دعوتګر او سياسي عالم دی، د پخواني شوروي د يرغل پر مهال يې د افغانستان په جهاد کې هم ډېره ونډه اخيستې، په صنعاء کې د جامعة الإيمان پوهنتون بنسټګر دی، په مکه مکرمه کې د اعجاز القران ټولنه هم ده جوړه کړې، همدارنګه د يمن د اصلاح ګوند مشر او په يمن کې د اخوان المسلمين له سترو بنسټګرو مشرانو څخه دی.

د سعودي او مصر په شمول د يو شمېر نورو عربي هېوادونو ديني علماء، چې د خپلو حکومتونو له لوري له ستونزو سره مخ شوي، ترکيې او يو شمېر نورو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x