روغتیا

یونیسف وایي راتلونکی کال به د افغانستان په ګډون بېوزله هېوادونو ته ۲ ملیارده خوراکه کرونا ضد واکسین ورسوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د بیړنیو پېښو نړیوال صندوق (یونیسف) ویلي چې د «پراخو علمیاتو» په ترڅ کې به راتلونکی کال بېوزله هېوادونو ته د کرونا ضد واکسین شاوخوا ۲ ملیارده خوراکه یا ډوزه ورسوي.

نږدې له یو کال خواریو او څیړنو وروسته بالاخره نړیوال متخصصین توانېدلي د ساري ناروغۍ (کوویډ-۱۹) پر وړاندې واکسین چمتو او نړیوالو ته وړاندې کړي، په دې ترڅ کې پرمختللي هېوادونه کوښښ کوي دا واکسین لومړی ترلاسه کړي.

په دې اړه یونیسف د یوې اعلامیې خپرولو له لارې ویلي چې دوی د روغتیا نړیوال سازمان سره په ګډه د نړیوال کوویډ-۱۹ ناروغۍ واکسین د تخصیص پلان، تر (COVAX) لاندې بېوزله هېوادونو ته لکه، برونډی، افغانستان او یمن ته واکسین او یو ملیارد سرنجونه چمتو کړي. دوی د ۳۵۰ څخه ډیر هوایي او بارو وړونکو شرکتونو سره په ګډه کار کوي تر څو دغه درمل ځانګړي ځای ته ورسوي.

د بریتانیا خبري اژانس «رویټرز» د راپور په وینا، د کوویکس COVAX مشري د روغتیا نړیوال سازمان او د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د اتحادیې لخوا په ګډه رهبري کیږي.

ددې هدف دادی چې حکومتونه د کرونا ضد واکسینو له ذخیره کولو وژغورل شي او پر هر هغه هېواد یې وویشي چې له کرونا څخه زیات اغیزمن شوي او د وسایلو او تجهیزاتو نه شتون له کبله له ستونزو سره مخ دي.

د روانې اونۍ په پېل کې د جي ۲۰ ناستې په لړ کې د نړۍ ۲۰ اقتصادي مشرانو ژمنه وکړه چې د ازموینو، واکسین او د درملو د توزیع پروسه شفافه کړي، تر څو بېوزله هېوادونه وروسته پاتې نشي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، حتی له نړیوالې کرونا وبا وړاندې شاوخوا ۲۰ ملیونه ماشومانو واکسینو ته مساوي لاسرسی نه درلود چې ددوی د جدي ناروغیو، د مړینې، معلولیت او کمزورتیا لامل شوی دی.

ایټلیوا کیډلي چې د امریکا روغتیا سازمان او د هوایي ترانسپورت نړیوالې ټولنې سره کار کوي وایي، «موږ په دې ګام پورته کولو کې ټولو ته اړتیا لرو، تر څو د نړۍ په کچه د لومړۍ کرښې کارمندانو ته د کوویډ-۱۹ واکسینو خوراک، سیرنجونو او شخصي محافظتي ډير تجهیزات چمتو کړو».

کویکس سره د یونیسف رول د نړۍ په کچه د واکسینو د لوی پيردونکي په توګه دی، د یونیسف په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی د حفاظتي واکسینو په لړ کې کلنی ۲ ملیارده خوراکه واکسین اخلي.

اوسمهال په نړۍ کې شاوخوا ۴ سترو شرکتونو د کرونا ضد واکسین د وړاندې کولو خبر ورکړی دی چې د دیسمبر میاشتې په پېل کې به ناروغانو ته ورکړل شي، خو داسې اټکل کیږي چې وروستي او بېوزلو هېوادونو ته به د راتلونکې کال په پای کې ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x