ورزش

فیفا د افریقا فوټبال فدراسیون پر مشر د فساد په تور پنځه کاله بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون د  افریقا پر فوټبال فدراسیون عمومي مشر احمد احمد د مالي فساد له کبله د ۵ کالو بندیز او نغدي جریمه ولګوله.

د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې احمد احمد د ۲۰۱۷م کال په مارچ میاشت کې د سویلي افریقا فوټبال فدراسیون مشر ټاکل شوی و چې د فیفا له لوري له بندیز وروسته په ۲۰۲۱م کال کې د نوموړي دوهم ځل ټاکېدل په خطر کې شول.

د فوټبال نړیوال فدارسیون په خپله اعلامیه کې ویلي، احمد احمد د خپلې دندې په سرته رسولو کې له اصولو سرغړونه کړې، اضافي امتیازات او ډالۍ یې ترلاسه کړي، د مالي مرستو څخه ناوړه ګټه اخیستې او د فدراسیون د مشر په حیث یې له خپل واکه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

اعلامیه زیاتوي چې پر نوموړي ۲۲۰ زره امریکایي ډالره نغدي جرمانه هم لګېدلې ده، هغه د عمرې ادا کولو لپاره د ادارې پيسې مصرف کړي او د ملاتړ توکو له یوه شرکت سره یې اړیکې نیولي دي.

۶۰ کلن احمد احمد څو ورځې وړاندې له کرونا څخه روغ شوی او خپلې دندې ته ستون شوی و چې د فیفا لخوا له تور او بندیز سره مخ او له دندې لرې کړل شو، هغه کولی شي د سپورت لپاره د ثبات نړیوالې محکمې ته د پریکړې پر ضد عریضه وکړي.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم هم د یو شمېر لوبغاړو سره د جنسي تیري په تور له بندیز او نغدي جرمانې سره مخ شوی دی. که څه هم د افغانستان لویې څارنوالۍ د نوموړي د نېولو امر کړی خو هغه لا هم ازاد ګرځي.

احمد احمد د افریقا فوټبال اتحادیې د مشرۍ ترڅنګ د فوټبال نړیوال فدراسیون مرستیال هم ټاکل شوی و. هغه د فیفا له لوري لګول شوي ټول تورونه ردوي. خو د افریقا فوټبال فدراسیون د نوموړي پرځای «کونسټنټ اوماري» سرپرست ټاکلی دی.

د فیفا اعلامیه زیاتوي، د افریقا فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر په ۲۰۱۹م کال کې د مالي مرستو د ناوړه ګټې اخیستنې، ادراي فساد او له یو شمېر چارواکو د جنسي ګټې اخیستنې تورونه لګولي وو، چې له هغې وروسته نیول شوی او له یوې ورځې وروسته بیرته خوشې شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x