روغتیا

سعودي: ټولو اتباعو او اوسېدونکو ته د کرونا واکسین وړیا چمتو کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سعودي عربستان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د کرونا پر وړاندې واکسین به د سعودي ټولو اتباعو او اوسېدونکو ته په وړیا ډول چمتو شي.

د نورو هېوادونو په څېر په سعودي کې هم لا د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر وړاندې روانې دي، چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې روغتیا وزارت ۲۳۱ نوې پېښې تایید کړي دي.

دغې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې له ۳۵۳ زرو زیاتې شوي، چې له مخې یې فعالې پېښې ۵۸۷۷ او جدي ناروغان ۷۶۵ دي. سعودي کې د پخوا په پرتله د کرونا پېښې کمې شوي دي.

د سعودي د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر محمد العبد العالي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې تېره ورځ د ۲۳۱ نویو پېښو په پرتله ۴۴۵ ناروغان بیرته روغ شوي هم دي، چې شمېر یې نږدې ۳۴۴ زرو ته رسیږي.

ډاکټر محمد العبد العالي زیاته کړه، تېره ورځ ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې له ویروس څخه ټولې مړینې ۵۷۹۶ تنو ته رسېدلي دي.

د سعودي پاچا د بشردوستانه مرستو مرکز د نظارت عمومي رئيس ډاکټر عبدالله الربیع ویلي، «سعودي عربستان به د نړۍ له لومړیو هغو هېوادونو څخه وي چې تر ټولو وړاندې د کرونا ویروس ضد واکسین ترلاسه کړي».

د نوموړي په وینا سعودي عربستان له یو شمېر هېوادونو سره د واکسین ترلاسه کولو لپاره تړونونه لاسلیک کړي دي، چې له وروستیو ازموینو وروسته به دغه هېواد ته سپارل کیږي.

سعودي عربستان په داسې حال کې د کرونا واکسینو وړیا چمتو کولو خبر ورکوي چې په نړۍ کې یو شمېر شرکتونو د واکسینو چمتو کېدو او ژر وړاندې کولو خبر ورکړی دی.

په دې کې د امریکا فایزر او د جرمني بیونټیک شرکتونه شامل دي، ددې واکسین د یوه خوراک بیه ۱۹.۵۰ ډالره اټکل شوې ده، خو د موډرینا شرکت لخوا د چمتو شوي واکسینو د یوه خوراک بیه د ۲۵ او ۳۷ ډالرو ترمنځ ممکن ده، په داسې حال کې چې آکسفورډ پوهنتون د کرونا واکسینو تر ټولو کمه بیه اعلان کړې ده.

راپورونه وایي چې د روسیې هېواد سپوتنیک V واکسینو بیه به له پورتني ټولو کمه وي او ډیر ژر به نړیوالو ته د استعمال لپاره وړاندې شي. د سپوتنیک، موډرینا او بیونټیک شرکتونو د وینا له مخې واکسین یې شاوخوا ۹۵ سلنه اغیزمن ثابت شوي دي.

باید وویل شي چې روسیې هېواد له بل هر هېواد وړاندې د اګست میاشتې په ۱۱مه نېټه د کرونا ضد واکسینو چمتو کولو اعلان وکړ، مګر هغه مهال له وخت وړاندې او د ځینو متخصصینو او پوهانو لخوا د استعمال لپاره خطرناک وبلل شول.

خو د روسیې ولمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ څرګنده کړه چې هندوستان، ارمینیا، بیلاروس، هنګري او یو شمېر نورو هېوادونو ته یې د ازموینې لپاره واکسین استولي دي، د نوموړي په وینا ګڼ شمېر هېوادونه هیله لري د روسیې واکسین ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x