
شهيده ګلبشره/ محمد عليم بسمل
محمد عليم بسمل
ژوند د واورو په کفن کې راوريږي
له اسمانه زړه نا زړه راښکته کيږي
ډير پيريان دي دلته دا سيمه درنه ده
نه پيريان نشته د مرګ ډار دى جګړه ده
ځکه هر څوک ليوني غوندې ښکاريږي
ليوني نه پيرياني غوندې ښکاريږي
چې په سپين کفن د واورو کې پرته ده
زما د ګران وطن شهيده ګلبشره ده
سيمې مړې ښکاري او غرونه لکه قبر
خوشحالۍ شهيدې زړونه لکه قبر
د تبۍ په سر تنها ناست يم ژړيږم
د شهيد جانان له غمه ويلې کېږم
مجلس نشته د يارانو توخانه کې
څوک ورک شوي او څوک پروت دي جيلخانه کې
پنجشنبې د ماسپښين مزه دې لاړه
د حجرې د ماسپښين مزه دې لاړه
خبر اوښکې کړم ګريوان سره غږيږم
د جمعې په شپه له ځان سره غږيږم
چې په چا باندې ډير ګرم وې زړګيه
سږ کال ژمى هغه نشته ليونيه