افغانستان

ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر دوام ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتلو پروسه جریان لري، د ناټو عمومي سر منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې ددغه ټلوالې د ماموریت پر دوام ټینګار کړی دی.

ینس سټولټنبرګ تیره ورځ د ناټو په مرکز بروکسل کې خبریالانو ته ویلي، چې دغه تړون نه غواړي افغانستان د عراق او سوریې په څېر د داعش ډلې په مرکز بدل شي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمېر کمېدو څخه په نیوکې وویل، له وخت مخکې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو ویستل ښايي دغه هېواد کې د تیرو کلونو لاسته راوړنې له زیان سره مخ کړي.

د ینس سټولټنبرګ په باور ترهغه پورې چې په افغانستان کې د ناټو نظامي شتون په مسؤلیت سره پای ته ونه رسول شي، ښايي دغه هېواد یو ځل بیا د تروریستي ډلو په خوندي پټنځای بدل شي.

د ناټو سرمنشي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وخت مخکې وتل د یوې خطرناکې پروژې له پلي کولو سره پرتله کوي.

د طالبانو و امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون له مخې باید په راتلونکو پنځو میاشتو کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ او په دغه موده کې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یوه ټولشموله خپلواکه اداره رامنځ ته شي.

که څه هم په دوحې روان بین الافغاني مذاکرات وخت ناوخته له ستونزو او ننګونو سره مخ کیږي؛ خو بیا هم افغانان دغو مذاکراتو ته سترګې په لار دي چې په هېواد کې به روانو جګړو ته د پای ټکی کیږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبانو خو له کافرو سره د توافق لاره ومندله خو دوی سره دی هم یو توافقنامه امضاء کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x