نظــر

موږ بايد طالبانو ته معقولې او منطقي مشورې ورکړو

حارث(حديد)

هر احساس لرونکی افغان د خپل درديدلي اولس په درد درديږي او په غم يې غمجن وي، زياتره دا احساس لرونکي افغانان له طالبانو سره خواخوږي لري، له طالبانو څخه د روان وضعيت د ختمولو او د رښتيني امن او سولې تمه لري، له همدې امله ځينې وخت له تير زړه طالبانو ته عجيبې مشورې ورکوي، د بيلګې په توګه :کله چې طالبانو له امريکايانو سره د توافقنامې له مخې بين الافغاني مذاکراتو ته له داخليدو د مخه د پنځه زره بنديانو آزاديدل غوښتل د ځينو خواخوږو مشورې داسې وې چې طالبان بايد د بنديانو په آزاديدو دومره زيات ټينګار ونکړي، که يو څه برخه يې پاتې هم شي بايد طالبان بين الافغاني مذاکراتو ته داخل شي او د يو څو زرو يا يو څو سوو بنديانو لپاره هره ورځ د سلګونه افغانانو وينې تويې نشي، همدغه راز دا خواخوږي د طالبانو په جنګي عملياتو نيوکه کوي او ترې غواړي چې طالبان بايد ژر خپل نظامي سټيج په سياسي سټيج بدل کړي، له خپلو مخالفينو سره نرمه رويه اختيار کړي، موکه ورنکړي چې د جنګي عملياتو له وجې د دوی په خلاف زهرجن تبليغات د دوی ځای د افغانستان په اړه په نړيوالو غونډو کې ورک کړي.

دا خواخوږي بايد د طالبانو دښمنان وپيژني او له تاريخي پلوه يې ژور مطالعه کړي، د طالبانو دښمنان داسې څوک نه دي چې په تنزل او نرمې رويې لارې ته راشي، هغوی د خپلو سياسي ګټو مينان دي، تنزل او نرمه رويه يې د مسائلو معقول حل ته نشي راوستلای، بلکه لا هوا اخلي او د مسائلو حل پيچلی کيږي. بله دا چې روانه جګړه عقيدوي جګړه ده، د مادياتو جګړه نه ده چې د ختمولو لپاره يې ژر يو سازش ترسره شي، دا عقيدوي جګړه د پيل او پای لپاره خپل اصول لري او د هغه اصولو په چوکاټ کې به طالبان دې جګړې ته د پای ټکی ايږدي او له مقابل لوري سره به مسائل حل کوي، که چيرې د هغه اصولو په رڼا کې دا جګړه ختمه نشي او الله مکړه طالبان له دې اصولو سره په مغايرت کې انعطاف له ځانه وښيي د يوې ستونزې د حل پر ځای به لسګونه ستونزې نورې وزيږيږي چې بيا به يې حل ډير ګران وي ، همدغه راز په دې عقيدوي جګړه کې دا هم نه ده شونې چې د پلازمينو د توطئو او دسيسو مخه دې د نامشروع انعطاف او تنزل په مټ ونيول شي او د پلازمينو توطئې ډيرې د تشويش وړ هم نه دي، ځکه په تيرو شلو کلونو کې طالبان په مکرر ډول د پلازمينو له توطئو سره مخ شوي دي، خو د لوی الله په مرسته يې ( چې د پلازمينو اصلي مالک دی ) دا توطئې په برياليتوب سره ماتې کړې دي، همدغه راز دا هم نه ده مهمه چې سياسي فتحې دې په نامشروع تنزل او انعطاف لاسته راوړل شي او طالبان دې د کابل له ادارې سره څنګ پر څنګ د افغانستان په اړه د نړيوالو غونډو ګډونوال شي، کيدايشي طالبان داسې يو څه ارادتاً هم ونه غواړي.

د طالبانو روانه مبارزه د سرو لښکرو او له هغه څخه د مخه د انګريزانو او ځينو ظالمانو او مفسدانو پر خلاف د ترسره شوې سپيڅلې مبارزې تسلسل دی چې د ګران هيواد د رښتينې آزادۍ او اسلامي نظام د حاکميت لپاره ترسره شوې ده، په دې مبارزه کې مليونونه افغانانو قربانۍ ورکړې دي، هيڅوک نشي کولای چې دا قربانۍ له نظره وغورځوي، سازش پرې ترسره کړي او د دې قربانيو به مقابل کې ولاړو جهتونو ته سر ټيټ کړي، بلکه د دې قربانيو د اهدافو د تحقق لپاره نوره قرباني اړينه ده، موږ دا منو چې دا قرباني ډير سخت کار دی او افغانان ډير ځوريدلي دي، خو دې قربانۍ ته د اوږې نه ورکولو او ژر د يو سازش د ترسره کولو عواقب به له دې قربانۍ څخه ډير سخت او ډير ځوروونکي وي، تاريخ به کله هم بيا موږ معاف نکړي او د يو ستر خيانت مرتکب به شو.

بناءً طالبان په دې ټولو واقعيتونو باندې پوهيږي، ځکه پښې کلکې ږدي او په احتياط وړاندې قدم اخلي، موږ بايد طالبانو ته ( چې د خپلې مبارزې يوې حساسې مرحلې ته داخل شوي دي ) د احساساتي مشورو پر ځای معقولې او منطقي مشورې ورکړو او په نيوکو کې ډیر وړاندې لاړ نشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
24 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

دافغانستان دآرامۍ اوکامیابۍ یوازینۍ حل پرقرآنکریم عمل کول دی داپوهه نه په طالبانوکی سته اونه چاته موقع ورکوی پرهغوکتابویی تکیه کړی ده چه وهابیانواوکادیانیانودانګریزانو په پیسواوهدایت ورته لیکلی دی ،هیڅکله به دقرآنکریم بی هدایته کامیاب نسی چه پراحکاموعمل ونکی الله موقع ورکړه لاکن دوی له دی موقع دناپوهۍ په وجه استفاده ونکړه ،وګورۍ ایران دامام خومینی په وجه چه عالم ووڅنګه ترننه کامیابه دی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

طوطی

عبدالواحد صیب: د ایران هر عالم څنګ ته یو ډاکټر او انجنییر هم دی.

عبدالواحد

امام خومینی دقرآنکریم پردی حکم عمل وکۍ چه منافقین ووژنۍ اویایی دملکه وشړۍ(سوره المائده -۳۳)ملک یی له ایرانی خلکیانو(تودی)پاک کۍ تریوی نیمی پیړۍ تنهاپرقرآنکریم عمل کیدۍ اسلام ۴۰ملکه فتح کړل نه داینجینرانو او نه دډاکټرانومداخلت پکښی ووتاسودقرآنکریم دحکمته ناخبره یاست اوطالبان نه په سیاست پوهیږی نه په قرآنی اسلام دملک یی کورورخراب کۍ امریکایی د I S Iپه واسطه دانګریزانوترپلان لاندی راوسطه ترننه نه خپله پوهیږی نه بل چاته دملګرۍ موقع ورکوی دوی جهاددمجبورۍ شروع کی کفارودغارتربیخه پسی واخستل ته یی وینی چه دوی له قطره راروان وی داعالمان دی:عبدالواحد اڅګزۍ

عبدالمالک همت

ښه ! نو محترم حديد صاب دې خواخوږو چي طالبانو ته څه ويلي دي ډېر بد کار يې کړی دی، ځکه دغه کسان اصلا د طالبانو خواخوږي نه دی، دوی ځانونه د خلکو او وطن خاوندان بولي. چي دا حق دوی هيڅ نه لري او د ولس خدمت خو هيڅ بايد ونه سي، ځکه د پتنګ صاحب په نامه د طالبانو يوه رښتياني خواخوږي د استاد محمد زمان مزمل تر هغه مقاله لاندي چي سرليک يې دی: «طالبان؛ او په ژنیو کې د ګډون بایللی چانس!» فرمايلي دي: « اولس خو دومره بیغیرته ده چې دالر ورکړې هر کار کوي»… نور لوستل »

غمی،پښتین

محترم همت صاحب اسلام علیکم ورحمته الله برکاته، د کرونا مسنونی دعا ګانی چه تاسو محترم د همدی ویب پاڼی د لاری ولس ته لیکلی وی نو ما هم په یاد او تر اوسه پوری یی لولم،د الله ج په فضل سره تر اوسه پوری له کرونا څخه د همدغو دعاګانو په برکت سره ساتلی یم، تقریبا ټول همکاران می کرونا ونیول او یوڅو کسه یی مړه هم کړل،کله چه سهار کار ته ځم دعا ګانی ولولم تاسو محترم هم په دعاګانو کی نه هیروم،الله ج دا دنیا او اخرت روښانه لره، پاتی شو پتنګ او عبدالواحد دواړه په جرمن… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم پښتين صاحب وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته وبعد: الله مو روغ رمټ لره. ګرانه وروره په يوه حساب موږ ډېر خوشبخته انسانان يو. دا چي موږ مسلمانان يو دا زموږ لويه نېکمرغي ده. خو دا چي موږ مسلمانان په تېره افغانان وږي، بې علمه او خوار يو دا بدمرغي مو له خپله لاسه ده. موږ پر دې اتفاق کړی دی چي سره بې اتفاقه اوسو او يو د بل خبري ته غوږ نه نيسو. ماته خو خپل مسلمان افغانان ډېر ګران دي، خپل هر هموطنه مي د سترګو د تور غوندي را باندي ګران دی، خو د هيواد او… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

دا چې ###### د وطن خلک تاسو ته بی علمه او خوار ښکاری. ښه سرونه خلاص ګړی، چې دا وطن ## حزبیانو، جمعیتانو، اتحادیانو، ټامیانو، کمونستانو او سیکولرانو وران او تباه کړل. که چیری د الله تعالی رحم د طالبان په وسیله په دی خلکو نه وای شوي، اوس به څه حال وو. ت##. طالبان الحمدالله د الله په مرسته په هر څه ښه پوهیږې. د دوی شل کلن جهاد ، دا ثابته کړه چې دوی د هر کار توان او استعداد لري.

عبدالمالک همت

دادی عبدالرؤوف ځان هم د خپلي خبري وار تېر کړ، آفرين !

غ.حضرت

زه یو وړاندیز لرم هیله ده د هیواد او نړۍ په سطحه ومنل سی!!!!!!!
د طالبانو اصلی او رښتینی خواخوږی او طرفداران!!!!!! همهغه د هلمند او ارغنداب او پنجوائی د غمیزو قربانیان دی او بس
بناً
د حدید ساب د ( غولوونکو او تیرایستونکو) فرمائشاتو او ادبیاتو په سیوری کی:
د طالب او حکومت تر منځ د کړکیچ د ختم په موخه باید د هلمند او ارغنداب او پنجوائی ( او نورو احتمالی ) قربانیانو
غوښتنو او پیشنهادونو او فیصلو ته باید سخت اهمیت ورکړه سی او عملی سی.

غوربندي

غ حضرت صاحب

سوله په عواطفو نه شي کېدای که وشي هغه بیا ځل په جګړه اوړي،،

سوله د عدالت په تامین سره منځ ته راتلای شي،، د عدالت تامین هغه وخت ممکن دی چې ګرم او ناګرم یو سلسله ضوابطو او حسابدهی ته غاړه کېږدي او له تېرو هغو چې تیری یادیژي براات وښیي او له بیا ځل تکرار یې کلک پرهېز وکړي.

طوطی

طالبان چی د نړی د مشعورو عالمانو خبره نه منی نو ستا او زما معقولی مشوری ته به څه غوږ ونیسی. پرون هم د مسجد الاقصا امام پر طالبانو غږ وکړ چی دا جګړه ناروا او حرامه ده، خو طالبان د حامدالحق چی ### جواز ورکونکی دی د هغوی خبری منی خو د نورو پر خبرو غوږ هم نه ګروی. معقولی مشوری صرف هغه کسان منی چی د معقول فکر خاوندان وی.

غوربندي

عزتمند مشر همت صاحب هیله ده جوړ، روغ او د خدای تعالی په امان کې واوسئ. امین د حدید صاحب لیکنه د رد وړ نه ده البته موخه یې مثبته او ټاکونکې ده. زمونږ ځینې عام حتی په خبره پوه خلک له سولې څخه متفاوت او غلط برداشت لري او د هماغه برداشت په رڼا کې د جکړې له اطرافو بېځایه تمې ساتي او یا په عواطفو بناء غلطې مشورې ورخړوي. دروند همت صاحب دغه غمی خان او طوطي د دوی د تعلیقاتو او ټونګو له مخې ماته منافقین ښکاري او ټول هدف یې په طالبانو باندې د خلکو بې… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه 
غوربندی ته،
زه ډیر کشر وم د ایران له رادیو څخه ما دا اوریدل چه نه شرق نه غرب په افغانستان کی اسلامی جمهوریت غواړو،
نو ما همیشه دا نعری سوری وهلی دی چه نه طالیب،نه دا فعلی دولت غواړو. بی طرفه د وطن د ولس دوستان لکه استاد مزمل او همت صاحب په شان صفا خلک غواړو،
د ستا دټونګی او تعلیقاتو څخه داسی معلومیږی چه د مظلوم ولس په وینو د لاسونه تر څنګل پوری سره دی،
الله ج د سوله یوه لاره پیدا او تا د الله ج غلامی څخه خلاص کړه

غوربندي

غمي خانه

زما لورى د مزمل صاحب او همت صاحب لورى دى،، او ته په خپله دعوی کې درواغجن یې چې ګواکي ددغو دوو مخلصو مشرانو په شان خلک غواړئ.

زمونږ دا دوه مشران د اشغال ضد او د اشغالګرانو له مفسدو لاسپوڅو څخه کرکه کوي،، دوی ستا په شان د طالبانو برحقه مقاومت پسې پوچ تبلیغات نه لیکي.

عبدالمالک همت

دروند او محترم ورور غوربندي صاحب ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته و بعد : زه خپله کوښښ کوم چي د هر وطنوال سره تر ډېره د درناوي او د قناعت ورکولو له لاري چلند وکړم. ځکه لکه پر ما چی زما عزت نفس ګران دی، هر څوک دغسي د ځان عزت غواړي. داسي ډېري پېښي سوي دي چي چا زما په اړه بد ګومان درلود، ما په ليکلو دلايلو قناعت ورکړی او بيا يې زما په اړه له بدګومانۍ څخه ډډه کړې او ان راسره دوستان سوي دي. په مخالفو کسانو کي ډېری مغرض نه وي، بلکي مخالفت، اعتراض يا… نور لوستل »

غوربندي

عزتمند همت صاحب
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته

الله تعالی مو د اوږد عمر څښتن او په خپل امان کې ساتونکی شه،، آمین

ستاسو په خفګان ډېر خفه شوم،،

ګیله اوًخفګان مو سل په سلو کې پر ځای دی،،،

نن سبا د میډیا والو ټول ترکیز په فیسبوک او ټویټر دی چېرته چې د ښو تول او د بدو پور نشته،، او زما په ګومان ددې پاڼې د تعلیقاتو برخې ته هېڅ پام نه کیژي،،،

هیله ده د نن ادارې چلوونکي دې ټکي ته جدي پاملرنه وکړي.

عبدالمالک همت

السلام ورحمة الله وبرکاته !
مننه ګران ورور غوربندي صاحب، سرلوړي او بريالی اوسې !
ګرانه که زما څخه کومه تېره خبره سوې وي ما وبخښه، دعا به وکړو چي الله جل جلاله دي زموږ او زموږ د دين، هيواد او خلکو دښمنان تباه کړي او هر څه ژر دې زموږ له خاوري څخه لاسونه لنډ کړي په خير او زموږ ټول خلک دي الله د اسلام پر سپېڅلې کلمه باندي سره وروڼه ، وروڼه او يو موتي کړي.

عبد الله

مننه استاده چې توجه مو ورته را واړوله.. یاده تبصره ډیلیټ سوه.. کیدای سي کوم ملګري په ناپامۍ نشر کړی وی.. ډیره بخښنه غواړو..
پاڼه ، لیکنې او تبصرې يې ټولې ستاسو په خدمت کي دی.. چی هر څه درته ناسم ښکاره سول، شخصي توګه ایمیل، واټس اپ یا بله هره وسیله وی ، اړیکه نیسئ، ان شاء الله مشکل به سمدستي حل کیږي.

غوربندي

خدای تعالی مو ښاد او اباد لره

عبدالمالک همت

ګرانو دوستانو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته الله سبحانه مو وبخښه. زه خپله ليکوال يادېږم او کلونه کلونه مي د ژورناليست په توګه کار کړی دی. له دې امله زما د خپلو هممسلکانو سره ډېره مينه ده، په تېره چي څوک د اسلام، هيواد او خلکو لپاره کار کوي. نو ستاسي او هر مسلمان ليکوال سره د زړه خلوص لرم. بله داده چي اسلام او دا هيواد د ټولو مشترک دی او هر څوک چي اسلام، هيواد او دې ځپلو خلکو ته د چوپړ په نيت او موخه څه وايي او څه نظر څرګندوي بايد د قدر او عزت په… نور لوستل »

طوطی

همت صیب ته: کور مو آباد. مونږه خو دا نیمچه ملایانو تباه کړو لکه غوربندی صیب، استاد بیانزی صیب… د هر چا د کفر فتوای ورکوی، هر چا ته د ګوډاګی په سترګه ګوری. هغوی فکر کوی چی دا کسان چی منطقی او علمی نیوکی کوی دوی ټول د کابل د حکومت کسان دی، کافران دی او داسی نور. مونږه باید د هر چا ښه کار ښه ووایو او بد ته، بد. سوله د ټولو ارمان ته خو ځینی بیا خپل معیشیت او ژوند په جنګ کی لټوی. پخوا یی ګوډ خر نه درلود اوس د جنګ له برکته په… نور لوستل »

غمی،پښتین

حارث حدید ته.
دا چه ته وایی چه دا عقیدوی جګړه ده،نو زما پوښتنه؟
په کوم ایت شریف ،حدیث ،سره په جومات کی ،په کوڅه کی په سړک کی په لاره کی ماین ایښودل،ځانمرګی،فیرینګ ،روا دی؟
نو دا کومه عقیده ده چه دا یی روا ګڼلی دی؟
دا کومه عقیده ده چه امریکایی سره یو ځای پلو خوره،او افغان عسکر ولس لوخړه کوه،؟ دا
 خو عجیبه عقیده عجیبه یی جنګ دی،

Abdul-Rauf Alam

په جومات ، کوڅه، بازار، لاره او داسی نورو ځایو کښې چاودنی ستا او ستاسو خبیثو حشرو کار دی، نه د اسلام د لاری مجاهدين.

غوربندي

غمی خانه

دا پوښتنې له امرالله صالح او ددوی له تحت الحمایه داعشیانو څخه مطرح کړی.

عجیب لیونی مې وموندې!

Back to top button
24
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x