افغانستان

عطاء نور: امرالله صالح په کابل کې د «غلا» او «ترور» بازار ګرم کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل) د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور د کابل ادارې مشر اشرف غني لومړی مرستیال او د کابل سرپرست امنیه قومندان امرالله صالح کابل ښار کې د «غلا» او «ترور» په خپرولو تورن کړی دی.

له تیرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د عطاء محمد امرالله صالح ترمنځ ناندریو سخت زور اخیستی، چې له دې سره د دواړو غاړو فیسبوکي پلویانو هم یو بل سخت «ښکنځي» او «رټي».

تیره ورځ د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور د امرالله صالح لخوا کابل ښار کې د امنیتي میثاق په نوم پروګرام له لارې پر نامسئولو وسله والو د وسلو د ویش پروګرام ته په اشارې سره ویلي، چې ښاغلی صالح غواړي له دغې لارې د خپل ګوند«زرغون خوځښت» کسان په کار وګوماري او خپل سیاسي سیالان ورباندې وځپي.

د ښاغلي نور په ځواب کې امرالله صالح هم نن د سه شنبې په ورځ په خپلې فیسبوک پاڼې «نور» ته په اشارې ولیکل چې په حیرتان بندر کې د فساد داسې قضیه به رسنیزه کړي، چې په خبره یې ځینې حلقاتو په میاشتنۍ توګه د ملت څومره پیسې خوړلې دي.

نوموړي دغه راز «نور» ته په خطاب کې لیکلي ؤ، د خپلو غاښونو ته به پام کوي، ځکه عطاء نور څو کلونه وړاندې د «ملي پخلاینې عالي شورا» اوسني مشر عبدالله عبدالله سره د یوې ناندرۍ پرمهال هغه د غاښونو د ویستلو ګواښ کړی ؤ.
د امرالله صالح د ننیو تورونو په ځواب کې عطاء محمد نور توند فیسبوکي غبرګون ښودلی او «صالح» یې د ملي امنیت له تصدۍ او ملي دسترخوان څخه د غلا ترڅنګ د هېواد سیاسي او مذهبي مشرانو په سپکاوي او «ترور» تورن کړی دی.

په هغه اوږده لیک چې ښاغلي نور د امرالله صالح په ځواب کې لیکلی، مرکزي دولت ته د حیرتانو بندر مالیاتو ورکولو ترڅنګ یې بلخ کې  قانون حاکمیت، امنیت، ودانیزو او اقتصادي پرمختګونو یادولو سره ویلي، چې دا ټول مثبت کارونه ځکه بلخ کې ترسره شوي، چې دلته فسبوکي فعالیت نه بلکې حقیقي خدمت ترسره شوی.

عطاء نور وايي، امرالله صالح «یو غلام بچه» ګوډاګی ماشوم دی او دده سیال هیڅکله نه شي کیدای، ځکه په خبره یې «صالح» نه جهادي مخینه لري او نه هم سیاسي بلکې د تاجکستان پلازمینه دوشنبې کې د جمعیت ګوند د سیاسي دفتر کمپیوټرکار پاتې شوی دی.

نوموړي دغه راز «صالح» او د هغه ګوند د بهرنیو هېوادونو ګوډاګی او جاسوس یاد کړی او ننګولی یې دی، چې د «زرغون خوځښت» ټول پلویان د جمعیت ګوند د یوې ولسوالۍ افرادو ته هم نه شي رسیدلای.

د «نور» په خبره داچې امرالله صالح د خپلو سیکولر(بې دینه) افکارو له امله د هېواد سیاسي مشرانو، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وارثینو علماء کرامو، مذهبونو، ملي او جهادي شخصیتونو او هزاره قوم ته هم سپکاوی کړی، آخر دی کوم حد ته پابند دی؟!

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2169976926468947&id=138632039603456

امرالله صالح تراوسه د عطاء محمد نور وروستیو تورونو ته غبرګون ښودلی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx