شعـــــرونه

بېګا چې مو پر کلي جنازې راتېرېدې/شرافت وياړ

شرافت ویاړ

بېګا چې مو پر کلي جنازې راتېرېدې
په زړه کې مې جانانه تېرېدې راتېرېدې

ویل به مې چې خدای ږو کوم ګړنګ کې به شهید وي
و دې ته ورته ډېرې اندېښنې راتېرېدې

کتل مې ورته ځیر ځیر ویل مې یار به پکې راشي
چې کله له سنګره قافلې راتېرېدې

ویلې مې ورباندې ستا د یاد تسبې زړګیه
چې اوښکې مې ګرېوان ته له لیمې راتېرېدې

د ژوند وروستۍ شېبو کې یې د ویاړ نوم اخیستلو
سلګۍ چې یې و خولې ته له سینې را تېرېدې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx