نظــر

د پنجاب د غلامۍ ثبوت

امرالله عمران

که د افغانستان تیر څلویښت کلن تاریخ له نظره تیر کړوو، د تاریخ په هره دوره کې غلام قیادت د پنجاب په نامه خپل هیوادوال وژلي، تړلې، زندانې کړي او په همدې نامه یې خپل هیواد وران کړی ځکه له دې وراخوا بله د جګړي بهانه یې نه لرله او خپلو جنګیالیو ته یې د جګړي کولو بله انګیزه نشوای ورکولی، ځکه عملاً دوي په خپل هیواد کې د پردیو ترشا دریدونکې، لاسپوڅې او د هغوې د پلانونو پرمخ ورونکې وو.

لومړی ډاکټر نجیب د پنجاب سره د جګړي په نامه په زرهاوو خپل افغانان ووژل او خپلو جګړمارانو ته به یې هم همداویل چې مجاهدین د پنجاب ورکول شوي دعیه پرمخ وړي او پنجابی حکومت پرموږ راولې، د همدې نامه لانې یې د شوروي کمونستي نظام لپاره ښه په اخلاص خدمت او قربانې ورکوله.

همدې پرونۍ انګیزي نن هم د جګړي لیکې ګرمې وساتلې.

د امریکا تر مشرۍ لاندې د نیمې نړۍ د تروریزم، یعني د مسلمانانو په خلاف جګړه کې همدا تش په نامه افغانانو د امریکا د هدفونو ترلاسه کولو لپاره د پنجاب سره د جګړي ترنامه لاندې خپل مسلمان ولس سره ۲۰ کاله جګړه وکړه،
د امریکایانو سره په شریکه یې د خپل ولس په کورونو ړندې بمبارۍ وکړي، چاپې یې پري واچولې ویې وژل بې ستره، بې کوره یې کړه، او زندانونه یې پرې ډک کړل.

د پنجاب ترنامه لاندې یې جماعتونه او مدرسي بمبار کړي، سپاره په لاس په معصومو ماشومانو یې هم سرفه ونه کړه.

د پنجاب ترنامه لاندې یې په ودونو، ښادیو، او جنازو باندې هم بمونه واچول، خو د پنجابې حکومت ته یې عملاً دومره امتیاز ورکړ چې د افغانستان په تاریخ کې ندی ورکول شوی.

تاسې وګورئ همدې پنجابې حکومت په کنړ کې څوکیلو متره رامخته شول او په پرله پسې ډول یې مزایل راورول، خو افغان حکومت د پنجاب په خلاف د خپل ولس په وژولو لګیا وو، هلته یې څه وکړل تاسې ولیدل ! چې دسیمې هغه قمندان چې د پنجابې حکومت سره یې یو څه مقومت ښودلی ؤ له دندې لري کړ او جزا یې ورکړه.

همدې پنجابې حکومت په ډیورنډ باندې اغزن تار تیراوه، افغان حکومت یې په خلاف په هلمند، کندوز، فرا،… او ننګرهار کې د پنجابې ترنامه لاندې خپل ولس بمباره وه.

همدې حکومت خپل استغبارتې معلومات د آی اس آی سره شریک کړل او پنجابیانو به په ملې امنت کې د بندیانو تحقیقات کول.

همدې حکومت د پاکستانې طالبانو مشر مولانه فضل الله په کنړ کې ونیوه او پنجاب ته یې لاس تړلی تسلیم کړ.

همدې حکومت خپل عسکر پنجاب ته د ترینګ(روزني) لپاره ولیږل.

نو تاسې ووایئ دښمنې به همداسې وي!؟
تاسې ولیدل کله چې د (عقرب په ۲۹ مه) عمران خان د پاکستان لومړی وزیر کابل ته په رسمې سفر راغلو، افغان حکومت چې پنجاب خپل دښمن ګڼې څنګه برخود یې وکړ؟

ددې پرځای چې د خپل دښمن په څیر چلند ورسر وکړي په خلاف یې ډیر لوي پرتوکول او ډیر تود هرکلي یې وکړ، د کابل په ښار کې یې د پنجابې حکومت بیرغونه ولږول، او په پلازمینه کابل کې یې عمومې رسختي اعلان کړه او د عمران خان سره یې د دواړو هیوادونو د همکارۍ سند لاسلیک کړ.

چې په لومړي قدم کې یې افغان حکومت په یو فرمان کې د ګڼ شمیر پاکستاني اتباع چې د افغان زندانو نو کې د داعش او نورو ډلو سره د تړاو په تور بندیان دي له بنده خوشي کړي.

چې په فرمان کې وړاندې وایې چې هغه بندیان چې د ملې شتمنیو ته په زیان اړولو تورن دي نقدې جریمه یې هم بښل شوی.

همدې کړنې ته په غبرګون د ملې امنیت پوخانی رئیس رحمت الله نبیل بیا ځیني نوي معلومات د حکومت په خلاف افشا کړل او ویې ویل چې اشرف غني غواړي د داعش مهم غړی اسلم فارقي په شمول سلګونه پاکستاني جنګیالي چې د افغانانو قاتلان دي آی اس آی ته به رشوت کې خوشي کړي.

اوس که سړی فکر وکړي د افغان حکومت دا متضاد چلند چې په رسنیو کې غلیمانه او دښمنانه چیغي چې د ناټو او زموږ په خلاف موږ سره دا ۲۰ کاله پنجابیان جګړه کوي!

او دوي هم ښه په اخلاص د امریکا د ترورزم جګړه په خپلو ښارونو او اطرافو کې د پنجابې سره د جګړي ترنامه لاندې خپل ولس په وژلو لګیا شوو.

پنجابي حکومت ته په عمل کې په پرله پسې ډول ژوري اړیکې او ښه پراخه امتیازات ورکول.
سړی قانع کوي چې د امریکا ورسته د پنجاب د غلامۍ او جاسوسۍ ښه ثبوت جوړولی شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

موږبایدپدی پوه سوچه دپاکستان حکومت نه دخپل ملت خیرخواه دۍ نه افغانستان آرامۍ ته پریږدی دپاکستان حکومت دانګریزانواوامریکادخدمت اوحکمونودعملی کولودپاره ۷۱کاله دمخه جوړسوۍ دۍ تراوسه ورته وفادار دۍ وګورۍ دپاکستانی دپاکستان په داخل کی مجرمان ټول په لندن کی ناست دی په ملیاردوډالریی له پاکستانه وړی دی ،که موږعمران ته وطن فرسته ووایوآیاوزیرخزان غل اونوازشریف غل چاترلیدنه ورسول آیاده عقل نه درلودۍ چه موږدلندنه مجرمان نسوراوستلای دمهاجرقومی مومنټ مشرددوی تجربه نه وه عمران خپله دانګریزانو ایجنټ دۍ دده یهودۍ ښځه اوزامن په لندن کی ندی هرهغه څوک چه له پاکستانه دخیرتوقع کوی احمق دی پاکستان دانګریزانواوامریکاایجنت اودافغانستان اوخپل مسلمان ملت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x