افغانستان

کيري: هېڅوک بايد له نامشروعه لارو واک ته د رسيدو کوښښ ونکړي

نن ټکی اسيا: د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري وايي، چې هېڅوک بايد له نامشروعه لارو واک ته د رسيدو کوښښ ونکړي او که چا داسې کوښښ وکړ، نو نړيواله ټولنه به افغانستان سره به هر ډول مالي او امنتي مرستې وځنډوي.

ښاغلي کيري نن سه شنبه د جاپان پلازمېنې ټوکيو کې خبريالانو سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې افغانستان کې د دواړو نوماندو تر منځ د ټاکنيزو شخړو او لانجو له امله د هېواد سياسي حالات ډېر ترينګلي دي او که هر چا له نا مشروعه لارو واک ته د رسيدو کوښښ وکړ، نو امريکا او نړيواله ټولنه به افغانستان سره هر ډول مالي او امنيتي مرستې بندې کړي.

کيري دواړو نوماندو ته ويلي، چې د ټاکنيزو درغليو په اړه بايد د يو بل خبرو ته غوږ کيږدي او په ګډه د درغليو مخه ونيسي.

کيري پر دواړو کانديدانو غږ وکړ، که د شخړو او لانجو له امله يې حالات له لاسه و وتل، افغانستان به د امريکا اونړيوالې ټولنې ملاتړ له لاسه ورکړي.

پرون دوشنبه د چنګاښ په شپاړسمه د ولسمشريزو ټاکنو د دوهم پړاو پايلې، چې له ګڼو جنجالونو سره ملې وې، اعلان شوې، چې تر مخه يې ډاکټر اشرف غني احمدزي ۵۶،۴۴ او ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۳،۵۶ سلنه رايې تر لاسه کړي دي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د ټاکنو پر کميسيون او ډاکټر اشرف غني احمدزي تور لګولی، چې ټاکنو کې يې پراخه درغلي کړې او تر څو چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا شوي نه وي، دوی به هيڅکله د ټاکنو پايلې ونه مني.

د عبدالله عبدالله وياند مجيب الرحمن رحيمي فرانس پريس خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې ټاکنو پراخه درغلي شوې او دا د ولس د ارادې سره ظلم دی او دوی به پرې نږدي، چې څوک د ولس پر پاکو رايو لوبې وکړي.

د ډاکټر عبدالله عبدالله پلويان بيګا ماخستن د کابل لارو او کوڅو ته راوتي وو، او د پايلو د نه منلو شعارونه يې ورکول او هوايي ډزې يې کولې.

بل پلو د ولسمشرۍ ګټونکی نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، چې ولس خپل استازي ته رايه ورکړې او بايد ډاکټر عبدالله عبدالله يې ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x