افغانستان

پر ولسي جرګه د فساد تورونه: وکیلانو د شپږو نوماندو وزیرانو د طرحې اورېدو ناسته لغوه کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال «امرالله صالح» د ولسي جرګې پر غړو د فساد تورونه ولګول؛ د یادې جرګې وکیلانو یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی او د شپږو نوماندو وزیرانو د طرحې اورېدلو ناسته لغوه کړې.

د اشرف غني لومړي مرستیال تېره ورځ د جینوا کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې ویلي و، چې د ولسي جرګې  ځیني غړي په پراخ فساد کې ښکېل دي او باید پارلماني مصئونیت ترې واخیستل شي.

د ولسي جرګې وکیلانو یادو څرګندونو ته په غبرګون کې د شپږو نوماندو وزیرانو د طرحې اورېدلو په موخه پلان شوې ناسته لغوه کړې او نوماندو وزیرانو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې تالار ته د طرحې اورولو په موخه داخل شي.

د ولسي جرګې د غړو په وینا په داسې حال کې چې حکومت خپله په مالي فساد ښکېل دی؛ ولسي جرګه د صالح د څرګندونو زغم نه لري.

د ولسي جرګې او ارګ تر منځ جنجالونه داسې مهال زور اخلي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ له سرپرستۍ څخه د کابینې د خلاصولو په موخه خپل نوماند وزیران د باور رایې اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته معرفي کوي.

وړمه ورځ یادې جرګې لسو نوماندو وزیرانو ته د باور رایه ورکړه او اړوندو وزارتونو ته یې ور وپېژندل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x