
پاکستان د خپلو بندیانو د خلاصون له امله له اشرف غني مننه کړې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): پاکستاني چارواکو د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» هغه فرمان ستایلی، چې په اساس یې یو شمېر پاکستاني زندانیان باید د حکومت له زندانونو ازاد کړل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ تېره ورځ د «حسن نیت او له پاکستان سره د اړیکو د غښتلتیا» په پلمه په یوه څلور مادې لرونکي فرمان کې حکم ورکړ، چې ټول هغه پاکستاني بندیان چې د بند موده یې تر یوې میاشتې کمه پاتې وي؛ له بنده خلاص او نقدي جریمې یې ورته بښل شوې.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي «محمد صادق» په همدې تړاو له اشرف غني مننه کړې او پر ټویټر یې لیکلي « پاکستان د ولسمشر اشرف غني د حکم او ښه نیت چې پر اساس به یې په افغانستان کې بند پاکستانی اتباع خوشې شي مننه کوي. له تاسې مننه.»
پاکستان د ولسمشر اشرف غني د حکم او ښه نیت چې پر اساس به یې په افغانستان کې بند پاکستانی اتباع خوشې شي مننه کوي.
له تاسې مننه @ashrafghani @Umerdaudzai2— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) November 23, 2020
یاده دې وي، چې اشرف غني وروسته له هغه د پاکستاني بندیانو د خلاصون فرمان صادر کړ چې تېره اوونۍ د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او دلته یې د ګډلیدلوري په نامه یو سند هم لاسلیک کړ.
په یاد سند کې ویل شوي، چې دواړه هیوادنه به په ټولنیزو، امنیتي او استخباراتي برخو کې خپلې اړیکې ژوروي، خپله خاوره د بل په ضد نه کاروي او ټول هغه کسان به په ګډه همکارۍ له منځه وړل کېږي، چې د «سولې ضد او په وړاندې يې خنډ» دي.
دا قاتل امرالله صالح د ایران ، پاکستان ، روسیی او امریکا جاسوس او دډالرو غل په څه غلامی تعظیم سره پنجابی پاکستان بادار عمران خان ته ولاړ دی ولو چی دی شورای نظار ستر قاتل د پنجابی پاکستان په برخه کښي مصنوعی اعتراضونه شروع کړی وواو همدارنګه د طالبانو په مقابل کښي ئي هم منفی جدیت ښکاره کاوه! په واقعیت کښي دا مضر خرڅ شوی مکروبونه د اجنبیو هر ډول غلامی ته لاس په نامه ولاړدی او ددوی هر ضدی افغانی اعمال ددوی په وسیله د ۲۰۰۱ کال راپدی خوا ملت ته ډیر ښه څرګند شوی دی ، ددی… نور لوستل »