شعـــــرونه

د وطن دښمنان خړې سترګې ګرځي/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

بس د غېږو او د غاړو ښۀ سېزن دی
خدای شته نن سبا د دواړو ښۀ سېزن دی

د وطن دښمنان خړې سترګې ګرځي
د دبیو او سوباړو ښۀ سېزن دی

ټیک ده، هو چې د شر خوښو بازار تود دی
خو بل خوا د سوله غواړو ښۀ سېزن دی

اوس د ښکلو کاپرانو باچاهي ده
اوس د دوی خانه ویجاړو ښۀ سېزن دی

هر سړی د یار د سترګو ترجمې کا
په دې برخه کې د ژباړو ښۀ سېزن دی

نور نۀ کار او نۀ روزګار شته “خدرخېله”
خو تنها د سندرغاړو ښۀ سېزن دی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x