نظــر

د محمد بن سلمان او نتنیاهو ملاقات ته لنډه کتنه

فضل الرحمن بغلاني

د نړۍ ټول هیوادونه پدې خبر دي چې اسراییل یو ظالم ، جابر، قاتل او اشغالګر هیواد دی او په فلسطینیانو باندې د ظلم بر سیره د نړی په ډیرو نورو مسلمان دولتونو کې د خپلې استخباراتي شبکې (موساد) په توسط سره قتل ، غارت او نا امنیو کې برابر حصه دار دي.

امریکا هغه هیواد دی چي د اسراییل سره یی تعلقات د ملکي تاسیساتو یوه لویه حصه ده او په هر ډګر کي یی د اسراییل کومک او پوشت پناهي کړي ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپل انتخابي کمپیاین کې د ډېرو نورو خبرو سره پدې خبره ډېر ټینګار کاوه چې زه به اسراییل د نړی په هغو هیوادونو په رسمیت و پیژنم چې لا تراوسه یی اسراییل د یو هیواد په توګه ندی تسلیم کړی او هیڅ رنګه اړیکې ساتل ورسره نه غواړي لکه سعودي عربستان ،متحده عرب امارات، او پاکستان.

دا چې د دغو درې ملکونو سره اړیکې اسراییل دولت ته د اقتصاد ، او ستراتیجک لحاظ سره ډېر اهمیت لري نو ځکه دا کار امریکا پخپله ذمه واخیست.

شروع یی د متحده عرب اماراتو نه وکړه او د هر قسمه فشارونو او لالچونو نه وروسته یی ديته آماده کړ چې اسراییل په رسمیت وپیژني ، چې په بدل کې متحده عرب اماراتو ورڅخه د اسلحو او جنګي الوتکو غوښتنه وکړه.

بیا امریکا پاکستان ته مخ کړ چې تاسې هم د متحده عرب اماراتو غوندې اسراییل په رسمیت وپیژنئ ، خو پاکستان ورته بهانه داسې وکړه چې په هیواد کې یی خشونت زیات دی او مذهبي جماعتونو د پخوا نه په صدر اعظم عمران خان باندې د اسراییلو د ایجنټ تور لګولی دی  او دغه کار به د ملي پاڅون لامل وګرځي.

پاکستان د حل لاره دا وښودله چې که سعودي عربستان یی ومني نو بیا مونږ ته هم لاره هموارېږي.

همدا وجه وه چې امریکا سعودي عربستان ته مخ کړ ‎چې ټوله اسلامي نړۍ تاسې ته ګوري او که تاسو دا کار وکړ نو ټول یی بیا کوي

له ډېره وخته راهیڅې پدې دسیسه کار روان وو تر دې چې سعودي وروسره  و منله او د اسراییل صدر اعظم بینجمین نتنیاهو او د امریکا وزیر خارجه مایک پمپیو د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ولیدل او د راپورونو له مخې سعودي عربستان اوس اسراییل په رسمیت وپیژنده او ډېر زر به ددې رسمي اعلان هم وکړي.

اوس پاکستان ته بله بهانه نده پاتي نو ځکه ورباندې امریکا او اتحادیانو یی ورباندې فشارونه زیات کړي او دا خبره و پاکستان صدر اعظم پخپله په کانفرانس کي وکړه او همدا وجه ده چې سعودي او متحده عرب امارات پاکستان ته ورکړی دوه دوه اربه ډالر کومک بېرته ورځیني غواړي او متحده عرب اماراتو په پاکستان ویزه هم بنده کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x