افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل مذاکراتي ټیم څلور نور غړي له قطره را ستنېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل مذاکراتي ټيم څلور تنه نور غړي د «شخصي اړتیاوو» د پوره کولو په پلمه کابل ته را ستنېږي.

قطر کې مذاکراتي بهیر ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې محمد ناطقي، شریفه زرمتۍ، حفیظ منصور او محمدایوب انصاري نن له دوحې څخه کابل ته راستنېږي.

دوی که څه هم د خپل سفر د لامل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو رسنۍ وایي، د شخصي ستونزو د حل په موخه کابل ته راتلونکي دي.

یاده دې وي، چې د کابل مذاکراتي ټیم یو شمېر نور غړي هم تر دې وړاندې کابل ته راغلي وو، چې له ډلې يې ځیني بیرته دوحې ته ګرځېدلي او ځیني لا هم په هیواد کې دي.

د کابل مذاکراتي ټيم غړي داسې مهال د مذاکراتو له مېزه کابل ته را درومي، چې په دې وروستیو کې په بین الافغاني مذاکراتو کې د پرمختګ خبرونه ورکړل شوي او ویل کېږي، په خبرو کې شته بن بست مات شوی او د کابل مذاکراتي ټیم منلې چې د طالبانو او امریکا توافقنامه به د خبرو بنسټ وي.

د کابل مذاکراتي ټیم مشر «معصوم ستانکزی» هم څو ورځې وړاندې د مشورو په موخه کابل ته راستون شوی و، چې ویل کېږي بیرته دوحې ته ګرځېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدقاسم شيريندل

د نن .اسيا وکارکونکو او ليدونکو ته خپل سلامونه او احترامات وړاندي کوم ځما په نظر به صلحه دکور تر تلو ډيره زياته مهمه وي لاکن داچه موږ وينو د حکمتي پلاوي غړي يو په بل پسي بيرته افغانستان ته ستنيږي داسي نه چه اخر ټوله ځان تر کابله ورسوي او همالته پاته سي ځکه ددوي لا يو څه اميد دامريکا ونوي حکومت ته لري تر څو چه جو بايډن کار شروع کوي حکمتي پلاوي به په يوه او بله بانه د قطر څخه پښي سپکي کي او همالته به پاته وي دي خلگو ته صلحه مهمه نه ده موقف… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x