نړۍ

د افغانستان جګړې مخالف انټوني بلينکين به د امريکا د بهرنيو چارو نوماند وزير شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن پرېکړه کړې، چې خپل نږدې ملګری او د افغانستان جګړې مخالف انټوني بلينکين د بهرنيو چارو وزارت ته نوماند کړي.

۵۸ کلن بلينکن له تېرو دوو لسيزو راهيسې د بهرنۍ پاليسي جوړوونکې کمېټې غړی پاتې شوی دی.

جوبايډن د ۳م نومبر ولسمشريزو ټاکنو کې د ټاکنيزو کالجونو ۳۰۶ رايو په ترلاسه کولو بریالی شوی او ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۳۲ رايو په ترلاسه کولو دا ټاکنې وبایللې.

ټاکل شوې، چې نن سه شنبه جوبايډن د خپلې کابينې يو شمېر غړي اعلان کړي.

د بايډن د بهرنۍ تګلارې په اړه ويل کيږي، چې له نورو هېوادونو سره د اتحاد جوړولو غوښتونکی دی.

ځينو امريکايي رسنيو ويلي، چې بلينکين د پخواني مرستيال ولسمشر جوبايډن د هغې تګلارې همغږی دی، چې امريکا دې په نړۍ کې د يوه مشر لارښود رول ولوبوي.

امريکايي رسنۍ وايي، د راتلونکي ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۲۰مه، چې جوبايډن لوړه وکړي، نو د بهرنۍ تګلارې په اړه به د پخواني ډيموکراټ ولسمشر بارک اوباما تګلاره غوره کړي.

په دغه تګلاره کې د افغانستان جګړې ختمول، د چاپېريال ساتنې لپاره د پاريس تړون کې بېرته داخلېدل او له ایران سره د اټومي تړون بېرته فعالول شامل دي.

د بهرنيو چارو وزارت ترلاسه کولو لپاره ټوني بلينکين اړ دی، چې د مشرانو جرګې تاييد ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله ته هیله وکړی څه د کافرو لمن مو نیولی کله د یوه کله د بل وایی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x