نظــر

کابل؛ د نازولو حکومت، ایا دوی سوله غواړي؟

زید حسام

د کابل حاکم دولت، د افغان تاریخ په اوږدو کې د افغانانو پر جبین یو تور داغ دی. دې ناکاره دولت او حاکمانو چې ځانونه د افغانانو مدافعین ګڼي، د افغان ولس په حق کې په بېلابېلو نومونو جفاوي کوي.

ددوی په منځ کې فساد، درغلي، غلا، فحشا او نور منکرات د ارګ تر دروازو رسېدلي دي او له هماغه ځایه سپانسر کېږي. دې نظام، افغانستان د فاسدو هېوادونو سر ته رسولی، بهرنۍ پالیسي یې شرموونکي او دریځونه یې ماشومانه او تر بادارانو منحصر دي چې وروسته بیا هغه هم د خپل بادارنو د خوشالولو لپاره اړوي را اړوي.

د تاریخ په اوږدو کې افغانستان په اوس وخت کې په مختلفو نومونو ددې دولت لخوا ټکول کېږي. دا دولت له غلا رانیولي تر وطن فروشي او خیانت پوري په ډېرو ناکارو کارونو کې ډوب دي. دوی د خپلو شخصي، ګوندي‌ او سمتي منافعو لپاره د افغان ۴۰ میلیونه ولس هیلي او حقونه تر خاورو لاندي خښوي.

همدا دولت چې ځان د ملت خواخوږی او مدافع ګڼي، بېرته د همدې ملت په سر له غربیانو سره معاملې کوي او د داړلو لپاره یې د خلکو په کورو ور خېژوي، بډي پرې اخلي او خپل جېبونه پرې ډکوي. دا بدبختي له تېرو ۱۹ کالو راهیسي د همدوی لخوا روانه ده او روزانه مو د هېواد له وګړو قرباني اخلي.

همدا دوی دي چې د سولي په پروسه کې یې د خپلو دې شخصي ګټو د اوږدولو لپاره یې دا ملي پروسه له خنډ سره مخ کړي ده او اجازه نه ورکوي دا ویاړلی ملت د ارامۍ ساه واخلي. دوی د خپلو ګټو تر څنګ ښایې له دې وېره ولري چې که جنګ ختم شي بیا به ملت ترې حساب غواړي، ددوی د خیانتونو او وطن فروشیو سزا به ورکوي او د مور هېواد په سر د سودا پوښتنه به ترې کوي. په وار وار دا جوته شوي‌ چې دوی سوله نه غواړي، خنډونه جوړوي‌او د اشغال د اوږدېدو لپاره نارې وهي او عذرونه کوي ځکه ددوی بچیان په دې جګړه کې له منځه نه ځي او له ټولنیزو حقونو نه محرومه کېږي، بلکې د همدې جګړېاو د خلکو په وینو د سودا له کبله د قصرونو او بنګلو مالکان شوي. نو ایا، دلته چې سوله وي، ارامي‌وي، عدالت وي او شریعت وي نو بیا به هم دوی ته دا خوندونه په لاس ورشي؟

ځواب نه دی، ځکه دوی به بیا ددې ملت له حساب او کتاب سره مخ کېږي، له دوی نه به ددوی د شتمنیو پوښتنه کېږي او بلاخره عدالت به پرې تطبیقېږي. نو سوله چې په دوی باندي چې دا خوندونه قطعه کوي، ایا ددوی لپاره د منلو وړ ده؟

بیا به هم ځواب نه وي ځکه دوی چې په ډېرو نازونو او سهولتونو کې ستر شوي‌ چې ددې ملت په وینو له سودا په نتېجه کې په لاس ورغلي دي، او هېڅکله به ددې جوګه نه وي چې دا نازونه او سهولتونه دي پرې قطعه شي. له همدې امله، دوی نه غواړي چې سوله وکړي، په هېواد کې ارامي، امن او اسلامی نظام راشي.

زموږ مسؤلیت څه دی؟

له دې پرته چې موږ له خپل تحلیله دا ووایو، دولت دا په وار وار پّ عملي ډول ثابته کړي ده چې دوی سولي ته نه دي تیار او نه یې غواړي.

په دې صورت کې مسؤلیت ملت ته ورګرځي؛ هغه ساده او خوش باوره ملت ته چې ددې فاسد دولت په تبلیغاتو تېروتلي دي. دا اوس د ملت مسؤلیت دی چې په افغان وطن کې د جنګ د ختمولو لپاره په دواړو، په خاصه بیا تش په نوم دولتي طرف باندي فشار راوړي‌تر څو افغان وطن ته دا ستر او ارزښتناکه ډالۍ راوړي او دا عظیم ملت له ۴۰ کاله نا امنۍ وروسته د امن په کور بدل او په نړۍ کې سر لوړی کړي. دا ملت ددې پر ځای چې د دولت په تبلیغاتو تېروځي، باید دا حقیقت درک کړي چې دا دولت چې څو محدود هغو خلکو ته د منلو ده چې ګټي یې دي‌پکي‌او د همدی په لاس کې ده او سوله نه غواړي. دوی برعکس د سولي پرځای د جګړې د تنور د تودولو لپاره هڅي کوي.

ملت ته په کار ده چې دا محدوده کړۍ دی ورټي چې نه غواړي په داسي یوه هېواد کې چې ۹۹ سلنه وګړي یې مسلمان دي، د اسلام د سپېڅلي دين په اوامرو د اطاعت او په دین د پابندۍ بې ساري سابقه لري او تل د یو اسلامي‌ نظام غوښتونکي پاته شوي، اسلامي نظام راشي. دا محدوده کړۍ چې غواړي خپل غربي افکارو په خپرولو او تطبیقولو او د هغو په واسطو له مختلفو کړیو څخه امتیاز اخیستو لپاره په دې هېواد کې د یوه داسي اسلامي نظام د راتګ مخنیوی وکړي چې د ټولو وګړو حقونه د اسلام د سپېڅلي دین‌په رڼا کې، پکي خوندي‌ وي.

نو افغان ملت ته په کار ده چې په دوی دي‌غږ وکړي، فشار دي پرې راوړي او مجبور دې کړي چې دا هېواد نور له اشغاله خلاص، د اسلامي شریعت په قایمولو او امن کولو کې نه ستړیکېدونکي هلي‌ځلي وکړي او دا رټل شوي او پلورل شوي د واک ټېکداران دې ملت ته رسوا کړي.

د یوه اباد، خپلواک او سرلوړي افغانستان په هېله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x