افغانستان

جينوا كنفرانس: کابل حکومت سره میلیاردونه ډالر مرسته اعلان شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): سویس کې د افغانستان د رفا او ځان بساینې په نوم رابلل شوي کنفرانس کې د نړۍ بېلابېلو هیوادونو له کابل حکومت سره میلیاردونه ډالر مرسته اعلان کړې.

د ماليې وزارت ویاند «شمروز خان مسجدي» په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، چې په نننۍ ناسته کې اروپايي اتحادیې، پاکستان، جاپان، هند، ایټالیا، انګلستان، اسټرالیا ډنمارک، ناروې او یو شمېر نورو هیوادونو په کلني ډول او یا هم د مرستو په څلور کلن پروګرام کې له حکومت سره د مرستو اعلان کړی.

د مسجدي په خبره، که څه هم تمه ده چې د غونډې په دوام د امریکا او سعودي په ګډون یو شمېر «مهم» هیوادونه او د نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک په ګډون یو شمېر «مهم» بنسټونه مرستې اعلان کړي؛ خو تر دې دمه له حکومت سره د شویو مرستو اندازه شپږ میلیارد ډالرو ته رسېدلې.

دغه مرستې داسې مهال اعلانېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د افغان سولې خبرې هم پیل شوې.

داسې ګمان کېده چې نړیوال به نور له حکومت سره مرستې ونکړي او شوې مرستې به د هیواد په سوله او ثبات پورې وتړي؛ خو داځل هم د ۲۰۱۶ کال د جینوا کنفرانس په اړه مرستې اعلان شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زمری

د کابل حکومت سره د نړيوالې ټولنې مرستې د پنجاب غلامان (طالبان) سخت نا هيلي کړي دي.

ژوندی د وي د افغانستان اسلامي جمهوريت مړه دې وي د پنجاب غلامان يعنې طالبان.

هيله ده زما کمينت نشر کړې ځکه تاسو واقعيتونه نشی زغملی او هميشه زما کمينت نه نشروی.

پتنګ

ګوړه ګوړه یادوه خوله به دې خوږه وي ! دا ټول ریتوریک دی، ته صبر وکړه چې په کومو شرائطو یې ور کوي ! ! هغه چې په سلګونو ملیارده دالر غلا شول دا به هم غلا شي او وږي ملت ته یې ګټه ونه رسیږي ! دشرم ځای دی چې نور هیوادونه دالر ورکوي او دوی یې غلا کوي ! نو سوال دلته دی چې ولي یې ورکوي؟؟؟ او ور کونکي یې ښه پو هیږي چې دالر د پخوا په دود غلا کیږي ؟؟ که دځواب راکه نو بیشکه چې متفکر ته به نږدې شې !!

طوطی

زمری ته: زمری خو یی خو خیر دی. طالبان سره زما هم جوړه نده خو دوی څوک دی؟ ریښتیا خبری به وکړو ټول افغانان دی که پوهیږی او که نه پوهیږی خو د اسلام پر سر ځانونه وژنی. د عصر تقاضا کوی چی دوی باید څه نا څه غلامان ووسی خو په ریښتیا نه لکه د کابل غلامان. مونږه د طالبانو رژیم هم ولیده چی پاکستانیانو سره یی په تورخم کی وډبول او هم یی د ایران پر سرحد باندی سکد مزایل نصب کړل. ملا عمر دومره ملا هم نه وه خو یو غیرتی مجاهد افغان وه پدی چی هر… نور لوستل »

ترین

د پنجاب اداری دا مرستی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سره دی پوه سوی

پتنګ

ګوړه ګوړه یادوه خوله به دې خوږه وي ! دا ټول ریتوریک دی، ته صبر وکړه چې په کومو شرائطو یې ور کوي ! ! هغه چې په سلګونو ملیارده دالر غلا شول دا به هم غلا شي او وږي ملت ته یې ګټه ونه رسیږي ! دشرم ځای دی چې نور هیوادونه دالر ورکوي او دوی یې غلا کوي ! نو سوال دلته دی چې ولي یې ورکوي؟؟؟ او ور کونکي یې ښه پو هیږي چې دالر د پخوا په دود غلا کیږي ؟؟ که دځواب راکه نو بیشکه چې متفکر ته به نږدې شې !!

طوطی

پتنګ ته: سلامونه. زما په نظر هر کمک کوونکی هیواد خپله ځانګړی استراتیژی او اهداف لری او خپلی سیاسی او اقتصادی منافع. کله کله وینو چی یو ریشخنده، او بی عزته شخص داسی سیاست چلوی چی خور او مور ته یی چی رد او بد ووایی درته به خاندی، ولی هغه خپل مقصد او هدف یی چی زړه کی ده هغه ته به خامخا ځان رسول غواړی. یو مثال یی لکه حامد کرزی. همدا کرزی وه چی د چور او چپاول زمینه یی لنډغرو ته برابره کړه، ټول حکومت یی په فساد کی غرق کړ خو په آخر کی د… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x