
ولسي جرګه: صالح د بهرنیو هیوادونو په بودیجه استخباراتي بنسټ چلوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د لسي جرګې غړي وایي، د حکومت مشر لومړی مرستیال «امرالله صالح» له بهرنیانو بودیجه اخلي او د یوه استخباراتي بنسټ مشري کوي، چې په ترورونو کې هم لاس لري.
د ولسي جرګې رییس «میر رحمان رحماني» وایي، د امرالله صالح په مشرۍ د «زرغون بهیر» بنسټ یو استخباراتي بنسټ دی چې د بهرنیو هیوادونو له لوري بودیجه ورکول کېږي او د هغوی له لوري تمویلېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د زرغون بهیر غړي په هدفي وژنو کې لاس لري او په دې وروستیو کې يې د ولسي جرګې څو وکیلان هم په نښه کړي.
دغه ناندرۍ وروسته له هغه راپورته شوې، چې امرالله صالح تېره ورځ د جینوا غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان په پراخ فساد کې ښکېل دي، چې باید پارلماني مصئونیت ترې واخیستل شي او محاکمه شي.
د ولسي جرګې غړو د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې نن د شپږو نوماندو وزیرانو د طرحې اورېدو لپاره پلان شوې ناسته لغوه کړې او صالح یې تورن کړی چې له ولسي جرګې سره د شته «شخصي عقدې» له امله ورباندې نیوکې کوي.
ولسي جرګې په یوه خپره کړې اعلامیه له امرالله صالح وغوښتل چې استعفاء ورکړي.
د ولسي جرګې غړې «بلقیس روشن» د صالح په څرګندونو افسوس ښودلی، چې ددې په خبره، بهرنیانو ته یې د خپل وطن ګیلې وړاندې کړې.
ددې په خبره، که صالح «نر» وي، د مفسدو وکیلانو نومونه دې افشاء کړي او که دا کار نشي کولای؛ نو نومونه دې موږ ته وسپاري.
ورته مهال امرالله صالح د ولسي جرګې څرګندونو ته په غبرګون کې پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې یادې جرګې ته احترام لري؛ خو هلته ټولې فرشتې نه دي راټولې شوې.