افغانستان

بامیانو کې چاودنو تر شپېتو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بامیان ولایت د مرکز په حدودو کې غبرګون چاودونو لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د راپورونو په اساس، غبرګ ماینونه چې په یوه لاسي کراچۍ کې ځای په ځای شوي وو، نن ماځیګر څلور نیمي بجې شاوخوا یې د بامیان ښار اړوند «شفاخانه» درې لارې سره نږدې د «ماما نجف» په نوم د یوه هوټل مخې ته یې چاودنه کړې.

د بامیان د عامي روغتیا رییس «علي اقا ناصري» وایي، په چاودنو کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان دي، چې تر روغتونونو پورې رسول شوي.

ورته مهال د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» پرته له دې چې د چاودنو د نوعیت په اړه معلومات ورکړي ویلي، چې په دې چاودنو کې یو ترافیک او دیارلس ولسي وګړي وژل شوي او ۴۵ نور ولسي وګړي ټپیان دي.

بل لور ته طلوع نیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې بامیان ښار کې د ننیو چاودنو له امله د وژل شويو شمېر اوولس او د ټپيانو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی.

تر دې دمه چا د چاودنې مسئولیت نه دی منلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x