نړۍ

د متحده عربي اماراتو دارالإفتا هم اخوان المسلمين «ترهګره ډله» وبلله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د متحده عربي اماراتو دارلإفتا هم اخوان المسلمين ترهګره ډله بللې او زياته کړې يې ده: «هره ډله او ګوند چې فتنه خپروي، يا هم سخت دريځي او جګړې خوښوي، هغه ترهګر دي، که هر نوم ولري.»

د اماراتو دارالإفتا تېره ورځ د شيخ عبدالله بن بيّه په مشرۍ په ځانګړې ناسته کې ويلي: «موږ په بشپړه توګه د سعودي د سترو علماوو د هغې پرېکړې تاييد کوو، چې اخوان المسلمين يې ترهګر بللي او تر دې وړاندې د سعودي او اماراتو حکومتونو هم اخوان المسلمين ترهګر بللي وو.»

د دارالإفتا په خپره شوې پرېکړه کې راغلي، چې اخوان المسلمين د اولوالأمر اطاعت نه کوي، سخت دريځي او افراطیت ته لمن وهي.

د ټولنيزو شبکو فعالانو د اماراتو دارالإفتا دې فتوا ته ډول ډول غبرګونونه ښوولي دي.

د موريتانيا هېواد ليکوال محمد مختار شنقيطي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «شيخ بن بّيه راته يوه ورځ په ډېر فخر وويل، چې ”امريکايانو زما په اړه ډېرې څېړنې کړې وې، خو داسې څه يې نه دي موندلي، چې دوی پرې خفه شي، دوی که ستا پر خلاف څه پيدا کړي، بيا دې نيسي او ټول عمر دې نه پرېږدي.” نو هغه مهال زه پوه شوم، چې امريکايان او د زايد اولاد د دغه سړي په زړه تر الله تعالی زيات  رعب لري او د الله تعالی دین ورته سپک دی.»

همدارنګه ګڼ شمېر نورو فعالانو هم په دې اړه توند غبرګونونه ښودلي او د اماراتو علماء يې د امريکا او اماراتي چارواکو غلامان بللي دي.

څو ورځې وړاندې د سعودي د سترو علماوو هيئت او ورپسې مشر مفتي مفتي شيخ عبدالعزيز بن عبدالله آل الشيخ هم په خپلو څرګندونو کې پر اخوانيانو نيوکې کړې وې، دغه ډله يې بې لارې او د وينو تويوونکې بللې وه.

اسرائيلو د اخوان المسملين په اړه د سعودي د سترو علماوو د فتوا هرکلی کړی او دا يې ستر ګام بللی و.

د سعودي او اماراتو علماوو په داسې حال کې د اخوان المسلمين پر خلاف فتوا ورکړې، چې اماراتو دوه مياشتې مخکې له اسرائيلو سره د اړيکو رغولو تړون لاسليک کړ او اوس د دواړو هېوادونو اتباع د يوه بل هېواد ته له ويزې پرته تللی شي او تېره ورځ اسرائيلي رسنيو داسې رپوټونه خپاره کړي وو، چې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو تېره يکشنبه د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په ملتيا سعودي عربستان ته سفر کړی او هلته يې د وليعهد محمد بن سلمان سربېره له يو شمېر لوپوړو سعودي چارواکو سره ليدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط هغه دولتونه او هغه ديني بي لاري سوي علمأ چي د اسلام د سپيڅلي دين او مسلمانانو د تاريخي قسم خوړلو دښمنانو ( يهودو ، نصاراو ، مشرکينو او سيکولرانو ) سره لاسونه يو کړي دي او داسلام دمبارک دين او نبوي سنتو په خلاف يي سياسي ، نظامي ، اقتصادي ، کلتوري راکړه ورکړه پيل کړې ده ، هر سپيڅلئ ديني عالِم او دنړۍ په ګوټ ګوټ کي هر مسلمان پوهيږي چي ددې خرڅ سوو علمأوو فتوای ځاې نه نيسي او نه به ددوي فتواوي د اسلامي خوځښتونو د روان کاروان او قافيلې مخه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x