ټولنیزه برخه

د يو سېکولر د پوښتنې ځواب!

دکتور محمد عماره
ژباړه: لطف الله خيرخوا

يو سېکولر په مسخره وپوښتلم ؛ ستا د ليکنو به دا مطلب وي ، چې ته د شريعت حاکميت غواړې او موږ دې بېرته شا ته لاړ شو ؟

ما ترې ځواب کې وپوښتل ، چې بېرته شا تګ څخه دې څه مقصد دی ؟ سل کاله مخکې ، چې سلطان عبدالحميد پر نيمه زمکه واکمني کوله ؟

که هغه وخت ښيې ، چې اروپايي پاچاهانو د عثماني خلافت په سپارښتنه واک درلود ؟

که د مماليکو واکمني ښيې ، چې نړۍ يې له مغولو او تتاريانو وژغورله ؟

که عباسيان ښيې چې نيمه زمکه يې واک کې وه ؟

که امويان يا د عمر رضی الله عنه واکمني ښيې چې د زمکې ډېره برخه يې واک لاندې وه ؟

که د هارون الرشيد مهال ښيې چې د روم پاچا نقفور ته يې ليک داسې پيل کړ: د امير المؤمنين هارون الرشيد له لوري د روم سپي نقفور ته ؟

که د عبد الرحمان داخل مهال ښيې چې لښکرو يې فرانسا او ايټاليا محاصره کړې وه ؟

که په علمي لحاظ ابن سينا ، فارابي ، ابن جبير ، خوارزمي ، ابن رشد او ابن خلدون ښيې چې نړۍ ته يې طب ، فارميسي ، هندسه ، فلکيات او شعر وښود ؟

که د عزة النفس مهال ښيې چې يو يهودي د مسلمانې مېرمنې څادري کش کړه ؛ هغې چغه کړه : وآآآ معتصمه! معتصم لښکر موظف کړ ، چې د ټول امارت له زمکې يهودان وباسي ؟ او اوس په غرب او اروپا کې د مسلمانو مېرمنو عزت لوټل کيږي ، واکمنان خوله نه شي ښورولی!

که د مسلمانانو د اندلس پاچاهي ښيې چې د نړۍ لومړنی پوهنتون يې تاسيس کړ ؟ او د هغه وخت د فراغت خولۍ او نرۍ چپن اوس هم د فراغت نښه ده. د سر چترۍ‌داره خولۍ د دې لپاره وه چې د طالب پر سر به يې قرآن کريم ايښود.

که هغه مهال ښيې چې قاهره د نړۍ تر ټولو ښکلی ښار و ؟

که هغه مهال ښيې چې يو عراقي دينار د اوسمهال ۴۸۳ ډالرو قيمت درلود ؟

که هغه مهال ښيې چې د اروپا فقيران به اسکندريې ته راتښتېدل ؟

که هغه مهال ښيې چې امريکا مصر نه مرسته وغوښته چې اروپايان له ولږې تباه کيږي ؟

که لږ مې پوه کړې چې څومره شا تګ نه دې وېره ده ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x