ادبي لیکني

د معاصر شعر اورېدل، لوستل او منل څه پيغام راکوي؟

استاد عبيدالله دقيق

پښتو شعر د کميت په لحاظ نن سبا د خپل تاريخ په اوج کې دی او ورځ تر بلې په پښتو کې نوي شاعران راپيدا کیږي او نږدې هره اوونۍ، هره مياشت نوي شعري ټولګې بازار ته راوځي، شعر که څه هم ډېرو ته ساعت تيري، شوق او جذبه ښکاري خو که فکر وشي شعر په چاپیريال له نثر څخه زیات تاثیر لري او همدا تاثير دی چې ډېر خلک د ويناو په ځای د شعر ديکلومې او ترنم ته ډېر متوجه کيږي.

شعر چې له پخوا څخه په نړۍ کې دود دی او يوه الهامي پنځونه ده او شاعر هم د ټولنې ترجمان بلل شوی دی خو که فکر وشي نن سبا د شعر چاپیريال بيخي بې خونده او د ټولنې د واقعيتونو د ترجمانۍ په ځای د ځوان نسل د بې لاري کولو او د چاپیريال د تباه کولو، فحشا، بې لارۍ او لوچکۍ ته د ځوانانو د سوق کولو يوه ذريعه جوړه شوې ده.

د نن سبا شعر له پخوا څخه ۱۸۰ درجې فرق کړی دی او ټولنې ته يې د ګټې په ځای زيانونه ورځ تربلې زياتېدونکي دي،د نن سبا ځينې لوچک ځوانان چې په چاپيريال کې هم منفور او بدنام دي، هغوی د شاعرۍ په نامه د ټولنې د ځوانانو په ذهنونو کې د فحشا، شهوت پرستۍ او بې لارۍ چټل افکار ورپیچکاري کوي او د نن وخت خالي الذهنه ځوانان يې شعر ته د خپل شهوت سړونې په موخه چکچکې وهي.

زه چې کله وخت پيدا کړم نو د دوی له جملې څخه د ځينو هغو شاعرانو شعرونه ګورم چې د ډېرو ځوانانو څخه يې د شعرونو ستاينې اورم، خو تاسو باور وکړئ چې په ټول کتاب يا لسګونه شعرونه کې به يې چېرته يو شعر او يا هم کوم يو بيت د شعر او د ټولنې د ترجمانۍ يوه کمزورې بيلګه وي، نور به يې چې ګورې نو په هر غزل کې به يې يا د شرابو ګيلاس په سر را اړولی وي، يا به يې په خپله خيالي عاشقۍ (لوفرۍ) کې به يې کومې جينۍ ته سترګک وهلی وي او يا به يې هم په الفاظو کې د چا خور او لور ته ښکنځلې کړې وي.

د ټولنې د فساد او بې لارې کولو لاملونه نور هم ډېر دي خو يو مهم لامل يې د نن زمانې لوفر شاعران هم دي چې داسې يو څه په خپلو غزلو کې ووايي چې د يو رښتيني مسلمان او افغان ضمير به يې هيڅکله هم ونه مني، د همدې لوچکو شاعرانو شعرونه بيا د سندرغاړو لخوا په خپل بې خونده غږ کې ثبتيږي او د نن زمانې مسلمان صيب يې پخپل کور کې له خپلو ښځو او بچيانو سره په درز کې اوري.

زموږ ځينې ځوانان دوه شيان (فلمونه او سندرې) ددې لپاره ګوري او اوري چې ګواکې له فلم څخه عبرت اخلي او سندرو څخه ذهني ارامتيا، خو دوی په دې نه پوهیږي چې دا د کم عقلو او ساده خلکو فکر دی چې، هغه څه چې د عبرت او ارام لپاره دي، هغه د الله تعالی ذکر، نبوي سيرت او اسلامی لارښوونې دي.

له ټولو هغو ځوانانو چې په معاصر شعر کې د بې لارۍ او فحاشۍ په جال کې راګير دي هيله کوم چې د خپل زړه او ذهن د پاک ساتلو لپاره د دا ډول شعرونو او سندرو څخه ځان وساتي او خپل زړه او مازغه د الله تعالی په ذکر او تلاوت سره ارام او منور کړي.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x