افغانستان

هلمند کې د خپلمنځي نښتې له امله ۶ سنګوري اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ملي امنیت اوپراتیفي ملیشو(سنګوریانو) خپلمنځي نښتې له امله د ۶ سنګوریانو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.
د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې تیره شپه نهه بجې د ناوې ولسوالۍ په «ژر صاحب» سیمه کې ۶ تنو سنګوري ملیشو د یوې تازه جوړې شوې پوستې دننه د قومندان عبدالهادي هلمند په ګډون ۶ تنه نور سنګوري اربکیان وژلي او د پوستې له ۱۱ میله وسلو او یو لنډکروزر موټر سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

سنګوري اربکیان په هلمند ولایت کې د ملي امنیت تر سرپرستۍ لاندې هغه ملیشې دي، چې د طالبانو د پرمختګونو د ډبولو په خاطر ایجاد شوي او تر ډیره د بشري حقونو څخه پر سرغړونو او جنګي جنایاتو کې تورنې پېژندل شوي؛ خو د طالبانو په مقابل کې د ناکامۍ له امله اوس تازه د هلمند ولایت ملي امنیت مدیریت د «اتلانو» په نوم یوه بله زر کسیزه قطعه چې پخواني اربکیان او پولیس په کې غړیتوب لري په هلمند ولایت کې فعاله کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

انالله و انا لیه راجعون. الله د په خیر سره د ## ته ورسوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x