افغانستان

طالبان په کونړ کې ۲ روغتیايي مرکزونه جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کونړ ولایت په منورې او دانګام ولسوالیو کې د طالبانو په همکارۍ د ۲ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې روانې دي.

دا جوړېدونکي روغتیايي مرکزونه چې یو یې د کونړ ولایت په منورې او بل په دانګام ولسوالیو کې د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون په همکارۍ جوړیږي، ودانیزې چارې یې له تیرو څو میاشتو راهیسې پیل او په چټکۍ سره پرمخ روانې دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس په دغو دواړو روغتیايي مرکزونو شاوخوا ۱۸ ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې په جوړېدو به یې ولسي خلکو ته آسانتیاوې رامنځ ته شي.

د سیمې خلک که له یوې خوا ددغو روغتیايي مرکزونو جوړولو ته خوښي ښکاره کوي؛ خو له بل پلوه بیا له طالبانو او نورو مرستندویه مؤسسو غوښتنه کوي چې باید ددوی سیمو ته لازیاته پاملرنه وشي او د خیر ښیګڼې پروژې یې په سیمو کې پلي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

هغه د پارسی وانانو خبره: داسی شنګ ته معلوم کوه. له یوې خوایی ویجاړه وی او له بلی خوا یی جوړه وی. خو دا ومنی چی غنی له تاسو طالبانو څخه په جوړونی ډیر مخ ته دی. حتمآ به وایی چی هغه خو د بین الملل کومکونه ورکول کیږی. ریښتیا خبره ده خو کاش چی طالب هم دومره د سیاست میدان ته دانګلی وای چی دا ځلی یی د بین الملل کومکونه اخیستی وای خو بر عکس طالبانو تاوتریخوالی زیاد کړ او اوربند یی ونه مانه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x