لیکنېنظــر

د سولې خبرې؛ ځنډ يې د چا او دوام يې د چا په ګټه دی؟

استاد عبيدالله دقيق

د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه په دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پيل سره د افغانستان د سياسيت فضا په بل لور واوښته، د دوحې له تړون وروسته بيا دلته د امریکاحضور او موجوديت تغير وموند، هغه هوايي ډګرونه چې به ترې الوتکې پورته کېدلې او د افغانانو کورونو به يې ورنړول، د همغو افغانانو ايماني قوت او قربانۍ دې ته اړ کړل چې په هيواد کې يې د خاورو بوجۍ خالي او پوځي تاسيسات يې ونړول او مخ په امريکا يې د ځان ويستلو هڅې پيل کړې.

که څه هم له تړون وروسته بايد چې د تړون د توافقاتو له مخې مزل شوی وای او په لومړيو لسو ورځو کې پنځه زره طالب زندانيان خلاص شوي وای او له هغې وروسته بين الافغاني خبرې پيل شوې وای خو هغسې ونشول او د په اصطلاح د کابل حکومت په یوه او بله پلمه د طالبانو زندانيانو په نه خلاصون کې مياشتې مياشتې تېرې کړې او افغان ولس او سولې ترمنځ يې فاصله او واټن ايجاد کړ.

د سولې ځندول او د جنګ دوام په عموم کې د افغانستان د ولس لپاره هيڅکله په ګټه او خير نه دی او نه هم د کابل حکومت ته د سولې ځنډ کومه ګټه وکړه، خو که وګورو د سولې د خبرو ځنډ او دوام دواړه د طالبانو په ګټه دي، په دې وخت کې طالبانو او حکومت دواړو خپلو پروګرامونو ته دوام ورکاوه او هر لوري ته د خپلو فعاليتونو او کارونو حرکت پرمختګ او کاميابي ښکارېدله خو په حقيقت کې د پام وړ ګټه طالبانو کړې ده چې په لاندې کرښو کې يې لوستلی شئ.

د حکومت له لوري د طالب زندانيانو نه خلاصون:
د دوحې د تړون سره سم بايد په لومړيو لسو ورځو کې پنځه زره طالب زندانيان خلاص شوي وای، خو د کابل حکومت په دې برخه کې مخالفت، پلمې او د خپل ځان د استقلاليت ډېره هڅه وکړه او د طالب زندانيانو د خلاصون او نه خلاصون واکداران يې د کابل حکومت ياد کړ خو کله چې پرې د امريکا فشار زيات شو، نو يې د لويې جرګې د رابللو په پلمه وروستۍ طالب زندانيان هم خلاص کړ او ځان ته يې د وړو پوزه کېښودله، خو خلکو ته معلومه وه چې وروسته له غږه پرلتۍ وهل دي او حقيت معلوم دی، په دې وخت کې د کابل حکومت د خپلواکۍ او استقلاليت اندازه هم خلکو ته معلومه شوه چې دوی رښتيا هم مستقل دې او که محکوم.

د حکومت شړېدلی حالت:
د دوحې له تړون وروسته چې د سياست لوری بدل شول، ډېرو هغو خلکو چې خپل ژوند او مرګ يې له بهرنيانو پورې تړلی وو، په رپ رپ شول او په کابل کې يې خپل ژوند او اداره له امريکايانو پرته بې واکه شړېدلې او ورانه ولېدله، نو يې چيغې او فرياد شروع کړ چې له امريکايانو وروسته به د افغانستان وضعيت او نظام ونړيږي او دلته به يې په اصطلاح نولس کلنې لاسته راوړنې ټولې په اوبو لاهو شي، خو امريکان د خپل سر په فکر کې دي او نه غواړي چې نور په افغانستان کې ښکېل پاتې شي او تر ټولو ښه لاره ورته دا پاتې وه چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي، نو ښکاره خبره ده چې د امريکايانو په بشپړ وتلو سره د کابل حکومت ته هیڅ پاتې نشي ځکه چې د رينجرو له تيلو، مرمۍ او ټوپک څخه نيولې تر معاش او خوراک، څښاک څخه پورې ټول امريکايان ورکوي نو طبعي ده چې د امريکايانو له وتلو څخه وروسته به دوی خواره خوله پاتې کيږي او طالب به ورته ورځ تر بلې قوي کيږي او دا کيسه به د دې شړيدلي نظام په سقوط تماميږي.

غلا، چور چپاول او د فساد اوج:
د دوحې له تړون وروسته چې د کابل حکومت چارواکو په ځانګړې توګه د قومندانانو او ښاري امنيت مسؤلينو د حالاتو تغير په اړه فکر کاوه نو يې د غلا، چور او چپاول نوې لارې چارې په لار واچولې او په کابل ښار کې يې له غلو سره د پردې تر شاه لاس يو او د امدن د ويش بهير پيل کړل او هرې امنیتي حوزې د غلو له بانډونو سره لاس يو کړل او د عام ولس د لوټلو او چور کولو لپاره لاس په کار شول چې په دې وروستيو کې يې موږ د غلا د ګڼو پېښو شاهدان شولو او دا هغه څه دي چې خلک يې د طالبانو راتګ ته لا په تلوسه او ارمان کې کړل او لکه د پاټکيانو د زمانې په څېر يې اوس هم د طالب راتګ ته دعا کوي او دا خيالات يې په ذهن کې تاوېږي چې کله به طالب يو ځل بيا په کابل کې د شر او فساد او غلو په مخنيوي سره عامو هيوادوالو ته د ارام او سکون ژوند وربښي.

د مسلکي او بېګناه خلکو ترور:
د کابل حکومت د خپل وحشت په وروستيو حالاتو کې يواځې د مسنون ږيرې او لباس په درلودلو سره هم ځينې خلک له خپلو کورونو او کار ځايونو څخه پورته کړل او په ډېره بې رحمۍ سره يې په شهادت ورسول او همدا راز يې په کليوالي سيمو کې د ملکي خلکو کورونه په نښه کړل چاپې يې پرې واچولې او يا يې هم پرې ميزايل وروشړل او ملکی خلکو ته يې مرګ ژوبله يې ورواړله.

دا او دې ته ورته ډېر نور مشکلات او ستونزې دي چې د سولې خبرو د ځنډېدو او د جنګ د اوږدېدو په دوام ملکی خلکو ته رسيږي او حکومت ورځ تر بلې خلکو ته کمزوری او ضعيف ښکاريږي، خو له دې حالت نه طالبانو په پوره معنا ګټه پورته کړله او په هره برخه کې يې د راتلونکو حالاتو لپاره ځانونه منظم او عيار کړل.

د طالبان د سیاست په ډګر کې:
د دوحې له تړون وروسته د طالبانو په نړۍ د نړۍ ليد او تصور هم تغير وکړ او له هغې وروسته يې طالبان د يو سياسي ګوند او لوري په توګه ومنل شول او د سیمې او نړۍ مطرحو هيوادونو ورسره اړیکې جوړې کړې چې دادی نن سبا موږ ګورو چې دا اړيکې ورځ تر بلې پراخيږي او د نړۍ ټول مهم هيوادونه له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه د دوه اړخيزو اړيکو جوړوله په هڅو کې دي او طالبانو له موقع نه په استفاده د سيمې او نړۍ بیلابيلو هيوادونو ته سفرونه وکړل او هم يې انلاين مجلسونه وکړل، نړۍ او د سيمې هيوادونه ته يې ور په ياد کړه چې دوی د متقابل احترام او ديپلوماسۍ په اصولو له هر چاسره ديپلوماتيکو اړيکو پاللو ته تيار دي.

د طالبانو قاطعيت او ثابت دريځ:
له تېرو نږدې دوو دریو کالونو راهيسې چې طالبانو له امريکا سره مخامخ خبرې وکړې او په هغو کې له ډېرو لوړو ژورو څخه تېر شول خو بيا هم له لومړي سره په خپل قاطع او ثابت دريځ ودرېدل، نړيوالو او افغانانو ته يې ښکاره پيغام درلود چې داسې قاطع خلک کولی شي چې د افغانستان روانه انارشي او ګډوډي په ثبات او او امنیت باندې بدله کړي او افغانان يو ځل بيا د يو مستحکم او قاطع نظام څخه برخمن شي او ټول افغانان دې حالت ته منتظر دي.

طالبان په نظامي برخه کې:
د دوحې له تړون وروسته طالبانو په نظامي برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړ او اوس هم د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې پوځي تربيتي مرکزونه لري او د خپلو جنګيالو د مسلکي نظامي او د معاصرو نظامي زده کړو په ترسره کولو بوخت دي او د راتلونکې لپاره يې اووه اته ډوله د کمانډو، سرتيرو ځواکونو، کمينونو او نور ګڼ شمير ځوانان په نظامي وړتياوو او مهارتونو روزلي دي او لاهم دې لړۍ ته دوام ورکوي او ويلی شو چې د دا ډول روزل شويو ځوانانو شمير به يې لسګونه زرو ته رسولی وي هم مبالغه به نه وي.

لنډه دا چې حکومتي لوری موږ وينو چې د سولې په اړه له چل فريب او د خپلو شخصي ګټو او چوکۍ د ساتنې په فکر کې دي مګر طالبان د راتلونکې افغانستان په اړه فکر کوي او حتمي ده چې پروګرامونه، پلانونه له نړيوالو سره اړيکې به يې خامخا دقيقې او کارنده وي او د راتلونکي افغانستان د نظام د سمبالښت لپاره به ځانونه چمتو کوي.

په افغانستان کې د ټولو افغانانو د ګډ او اسلامي نظام په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx