نړۍ

پنجاب اوخیبرپښتونخواکي له ۱۶څخه زیات دناټو دتیلو ټآنګران وسوځول شول

nato-tankers-reuters-543(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۶) تیرماښام ناوخته دپاکستان پنجاب ایالت کي مظفرګړ ولسوالي ته څیرمه سرور شهید څلورلاري باندي نامالومو وسلوالو په افغانستان کي دناټو ځواکونو ته تیل وړونکي ټانکران په نښه کړل چي له کبله یی ۶ ټانکران ځای پرځای وسوځول شول، برید هغه وخت رامنځ ته شو کله چي دټانکرانو چلونکو یوهوټل باندی ډوډي خوړله، بریدکونکي له برید څخه وروسته په تیښته بریالي شوی دي، سیمي ته ۱۱۲۲ په نامه بیړني مرسته کونکي ډله رسیدلي ده.

اوله دوه ساعته سخت مقاومت وروسته یی دټانکرانو اور خاموشه کړي دي، پولیسو تراوسه پوري دپیښي په اړه څوک نه دي نیولی اونه هم چاتراوسه پوري دپیښي پړه په غاړه اخیستي ده.

له بله لوري بیا په ورته وخت کي تیرماښام ناوخته نامالومو وسلوالو دپاکستان او افغانستان پرپوله تورخم باندي ولاړ دناټوځواکونو ټانکران تربرید لاني راواستو چي له امله یی له  لسو څخه زیات ټانکرا ن له منځه تللی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x