نظــر

افغانستان‌ کی دموکتاتوری‌یا دیموکراسی

افغانستان‌ اوس‌مهال ‌دیوسیاسی‌بی‌ثباتی‌ سره ‌مخامخ ‌دی‌، ورځ‌ تربلی ‌د قدرت نهنگان دخپلوسیاسی اهدافو د ترلاسه‌ کولولپاره په کور دننه روانی بی ثباتی ته لمن وهی اوهیواد  د کړکیچ لوری ته ورټیل وهی.

وینو چی په افغانستان کی د نوی ولسواکی روانه بهیر زیات اوکم ۱۳ کاله عمرتیریږی خولا هم  د یاد سیاسی او فکری بنسټ هیلی او ارزښتونه په هیواد کی ۹۰ په سلوکی افغانانوته نوی اوتازه ښکاری، حتی  د ولسواکی ارزښتونه هغه کسانوته چی په برکت یی خپل سیاسی واکمنی خړوبه وی لاهم ناآشنا ښکاری او په  باوری توګه پری یقین نلری تنها د شعار اوسیاسی ملحوظاتوپه موخه يې کار وی .

په افغانستان کی شته ټولنیزی سیاسی ډلی دخپل دوام اوثبات لپاره یوخاص خپلواکه سیاسی فکرنه لری اونه هم دهغه لپاره کومه آرمانی تګلاره لری،بلکه د هغو هر څه او هره غوښتنه د هغوی د تنظمیی او ډلیزه کړیو تر بریده څرخی او دا یی یواځینی لامل دی چی په افغانستان کی مونږ داسی ملی او آیډه آله سیاسی خوځښت نلرو چی افغانان پری راټول شی او د ملی ګټو په چوکاټ کی خپل سیاسی لیدلوری ولټوی.

که څه هم په هیواد کی د نوی واکمنی د رامنځ ته کیدو سره ډیریو افغانانو هیلی وټوکیدی او تمه یی درلودل چی هیواد به له دی ورسته یوثابته اوپوخ سیاسی ثبات څښتن شی او په رښتنی توګه ولسواکی حاکمیت پیداکړی او د ملت او دولت حقوق، وجایب او مخامخ مکلفیتونه د اساسی قانون او نورو نافذه قوانینو په رڼا کی تعریف او مشخص شی او د ټوپکماری او جنګسالاری به له دی ورسته دتل لپاره دهیواد نه نیست او نابود شی، اما داسی ونه شول، بیا هم داسی سهامی واکمنی رامنځ ته شوه چی ظاهرا ولسواکه اما په عمل کی یو دموکتاتوری،خپل سری نه بل څه ملت ته ورپه نصیب نشول .

په هیواد کی ورستی ناخوالی، بی ثباتی ورځ تربلی د هیواد په ګوټ ګوټ د دولت د وسلوالو مخالفیتو د نفوذ هغه لاملونه دی چی د پورتنی خبری تایید کوی.

په خواشینۍ سره په افغانستان کی د ولسمشرکرزی په راتګ سره، سیاسی جورښت داسی ترتیب شو چی ولس کی یی طبقاتی ویش رامنځ ته کړ، سیاسی اداره او سیاسی قدرت ددی پرځای چی د ملی ګټو او ملی منافع پربنسټ وویشل شی پر وګړو و ویشل سیاسی موازنه فرد محوره دوران وموند او پر وګړو یی تکیه وکړه او ملت په څنډه کی تنها پریښودل شو.

داسی ویش چی یو شمیردولت پلوه ډلی ټپلی داقتصادی پلوه دومره شتمن شول چی بهرنیو هیوادونو کی یی ستری ستری پانګونی وکړی سیاسی واک نه یی دخپل ډلی ټپلی په ګټه نامشروع کار واخیست او لا یی د نوی ولسواکی بنسټ سست کړ، له بل لوری هی خوا ته بیا اکثریت ملت  ښه ورټل شو، کاروبار فرصتونه کم شول په کوردننه دکورنیوتولیداتوکچه راټیټه شول ،دافغانی محصولات اواقتصادی بهیرنه په سمه توګه ملاتړترسره نه شواوحتی ځوانان چی ویل کیږی دهیواد ۶۰ سلنه نفس جوړه وی دبی کاری له وجی بهرنیوهیوادونوته په کډه مجبوره شول اوزینی لاهم هیواد کی بی وزګاردی داټول هغه ټکی دی چی کیداشی ادعاوکړودورستیوبی ثباتی اصلی لاملونه همدغه دی .
معمولاپه ولسواکه هیوادونوکی اولس دسیاست اوخپلو سیاسی ژوندانه په ټاکنه کی مهمه ونډه لری په حقیقت کی دا ولسونه دی چی دخپل هیواد سیاسی ،اقتصادی،پوهنیزاوټولنیزژوندانه دسمون لپاره ورستی پریکړه کوی .
اوولسونه په ټوله ولسواکه سیستمونکه دنظام دمشورعیت اوواکمنیوته درسیدلو اساسی ټاکونکی برخه شمیرل کیږی ،پرته دولس درایی ولسواکی هیڅ معنی نلری.
سیاسی ګندونه،مدنی اوټولنیزه ټولنی،سیاسی اوفکری بنسټونه،روحانی اومذهبی مراجع ،پوهنتونونه،کدری اوعلمی نظرخاوندان اوداسی ورته بنسټونه هغه مراجع دی چی داولس په استازیتو دهیواد دهرډل سیاسی برخلک په غوراوی کی ونډه لری اوددی لاری نه دواکمنی حاکمیت اودوام ته مشروعیت ورکوی .

پورتنی ټکو ته په پام اوس مهال افغانستان دیوسیاسی دموکتاتوری سره مخامخ دی ویره داده چی هیواد کورنیوجګړو پخوانی حالت سره یوځل بیا مخامخ شی اوهیواد په تکرارشوی توګه  دنړی ،سیمی اوګاونډیوسیاسی لوبغاړودسیاسی غوښتنوقربانی نشی .

افغانانو دروان کال دوری میاشتی پر۱۶ اودغبرګولی پر۲۴ نیټه دهیواد ولسمشری ټاکنوکی په ګډون سره جوته کړه چی نورافغانان له هرډول بی نظمی اوخپل سریونه ستړی شوی دی اوغواړی چی په سوله ایزه فضاکی ژوند وکړی .

اوس مهال افغانان دخپل سیاسی اومدنی ګډون دورستیوپایلوبرخلیک ته سترګی په لاره دی اوداړونده ولسواکه بنسټونه نه هم انتظارلری چی ددوی ارادی  اوولسواکی ته دی درناوی وشی  اوپرنږدی یوشمیردموکتاتوری پلوه کړی دهغوی سیاسی هیلې په ناهیلۍ بدل کړی اودټاکنون نافذه قوانینوله مخی د ټاکلی مهال ویش سرسم دملت سیاسی مشر بریالیتوب اعلان کړی .

له بلی خوا ناکامه سیاسی ډله هم ددی پرځای چی تاوتیرخوالی اوبی ثباتی ته لمن ووهی په کارده چی خپل سیاسی پوهاوی وکاره وی اوپه ټاکنیزه بهیرکی دمات اوکیش فیصله دیودیموکراتیکه اصل په توګه ومنی هغه کړنه چی په ټولو ولسواکه واکمنیوکی داډول سیاست دود وګرځوی او سیاسی بنسټونه اوسیاستوال هم ولسواکه بهیرته درناوی وکړی اوقدرت هم په سوله ایزه ډول دیوی سیاسی ډلی نه بل سیاسی ډلی ته ولیږدوی . په حقیقت کی داډول سیاسی دود هغه تلن لاره ده چی هیواد دسیاسی ثبات په لوری بیایی اوپه هیواد کی دملت جوړونی اوپرمختګ بنسټونه پیاوړی کوی ، اوهرډلو دمکتاتوری دهیواد سیاسی ثبات اساسی ستنی له مینځه وړی .

نعمت الله اسحق زی
بهرنیوچارووزات
۱۳۹۳/۴/۱۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x