
د وخت تورتم ته یو پاڅون د سپین سبا په کار ده/ بشام
عصمت الله بشام
د وخت تورتم ته یو پاڅون د سپین سبا په کار ده
تیاره هېواد کې د شرعي مشال رڼا په کار ده
د ډېمکراسۍ تــرږمۍ هېڅ د منلو نه ده
پر ګران هېواد د قراني قانون ځلا په کار ده
چې اسلامي مقدسات بمباروي نړیوال
لات ړنګول او سوځول د کلیسا په کار ده
هېواد مو مخ د تجزيې له سـرو اورو سره دی
روان بحران ته یوه مثبته اجنډا په کار ده
تر خپل هدفه مو په مخ کي پړاونه ډېر دي
دي اوږد مزل ته یو سپېڅلی رهنما په کار ده
تر څو به سوځو د حسد او د نفاق تنور کې
دلته د مینې لـه وږمو ډکه فضا په کار ده
(بشامه) ویښ کـړه پـه قلم ویـده ضمیر د زلمو
امپراطورې نسکورل د امریکا په کار ده
د ډيموکراسې» سليس او روان وزن نه جوړوي، خو که « تروږمي، تروږمي دیموکراسي….. » يي پر ځاي وويل سي، د ډيموکراسي پر تيارو هم د تاءکيد او هم د وزن او روانې او سليس والې له اړخه . بخښنه، عفوا.