
د راشد خان په ګډون؛ آی سي سي د لسیزې غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کرکټ نړیوالې شورا په تېرو لسو کلونو کې په ټيسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړ چې له دې څخه به په هره کټیګورۍ کې یو-یو لوبغاړی ټاکل کیږي.
آی سي سي د سه شنبې په ورځ (۲۴ نومبر) د هغو غوره لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ چې په تېره یوه لسیزه کې یې غوره کارکردګي ښودلې ده. د کرکټ نړیوالې شورا د خبر له مخې په دغه موده کې ټولې ۳۷۱۱ نړیوالې سیالۍ ترسره شوي دي.
د یادو لوبغاړو په لړ کې راشد خان د شل اوریزو سیالیو توپ اچونکو په لیست کې راغلی، په داسې حال کې چې ویرات کوهلي په ټيسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزو لوبو کې ټاکل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا د لسیزې غوره لوبغاړو نوملړ:
ویرات کوهلي (هندوستان)، جویي روټ (انګلستان)، کین ویلیمسن (نیوزیلاند)، ای بي ډيویلیئرز (سویلي افریقا)، سټیو سمیت (استرالیا)، روي چندران اشوین (هندوستان) او کمار سنګاکارا (سریلانکا) دي.
د کرکټ نړیوالې شورا د ټیسټ سیالیو د لسیزې غوره لوبغاړو نوملړ:
ویرات کوهلي، جویي روټ، سټیو سمیت، جیمس انډرسن (انګلستان)، کین ویلیمسن، رنګانا هیرات (سریلانکا) او یاسر شاه (پاکستان).
د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د لسیزې غوره لوبغاړو نوملړ:
ویرات کوهلي، لاست ملینګا (سریلانکا)، میچل سټارک (استرالیا)، ای بي ډیویلیئرز، روهیټ شرما (هندوستان)، ایم ایس دهوني (هندوستان)، او کمار سنګاکارا (سریلانکا).
د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د لسیزې غوره لوبغاړو نوملړ:
راشد خان (افغانستان)، ویرات کوهلي، روهیټ شرما، عمران طاهر (سویلي افریقا)، آرون فینچ (استرالیا)، لاست ملینګا او کریس ګېل.
دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ سپریټ (روحیې لوړولو) جایزې لپاره هم د لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی، چې ګټونکي به یې وروسته اعلان شي.
🔟 years
🏏 3711 games
⭐ Countless memoriesThe #ICCAwards are back, this time with an entire DECADE in focus 🤩
We'll be giving away some incredible fan prizes too, so keep your eyes peeled 👀 pic.twitter.com/7B1UyU6eQa
— ICC (@ICC) November 24, 2020