دیني، سیرت او تاریخ

جهاد، منبر او تر مینځ یې د وحدت ضرورت(دوهمه برخه)

حماد افغان شیرزاد

د همدې لیکنې لومړۍ برخه څو ورځې وړاندې نشر شوې وه چې کتل یې اړین دي دلته یې دوهمه برخه کتلای شئ.

د منبر څخه د عامو او خاصو مسلمانانو د پوهاوي کار په ډېرې آسانۍ سره اخیستلای کیږي،  دوی په دیني تعلیماتو پوهول، اخلاق ، آداب،  دینداري او د نورو الهي احکامو تشریح کولو او ورښودلو یوه مهمه درسګاه ده،  علماء کرام د همدې منبر له لارې د اسلامي امت د وحدت او یووالي لپاره مهم کردار لوبولی او اداء کولای شي.

د جهاد او منبر د وحدت او اړیکې ساتلو لپاره تر ټولو مهم او ستر امر د عصبیت او حمیت له منځه وړل دي ، تر څو امت د قوم پرستۍ، وطن پرستۍ ، لسان پرستۍ او رنګ پرستۍ په نومونو سره تقسیم نه شي ، که چیرته د کوم فرد،  ډلې او یا هم وړوکي خوځښت له پیغامونو،  بیانونو او نورو تحلیلونو څخه د عصبیت ناولې بوي راتلو نو سم د لاسه یې پر وړاندې اقدام پکار دی؛ ځکه چې دا مرض د زهرو په څېر په بدن کې خپریږي او ټول امت بیا په همدې مرض اخته کوي، او ځکه یې پر وړاندې اقدام پکار دی چې د یو شخص او یا هم د کوچني ټولي انتشار ټول امت ته لوی ضرر او ضربه رسوي.

د یهودو ، نورو کفري او منافق صفته قومونو دا ډول دسیسو د شنډولو لپاره د امت اتحاد او اتفاق ډېر ضرور دی، ځکه دا قومونه تل په همدې لټه او کوښښ کې دي چې څنګه مسلمانان د قوم او وطن پرستۍ په نوم سره وویشي (لکه په نني عصر کې تر ډېره حده دوی کامیاب شوي هم دي).

عصبیت او قوم پرستي د عامو قومونو او بیا خاصة د مسلمان قوم لپاره زهر قاتل ده:
ځکه چې د عصبیت له امله د انسان سوچ او فکر منحصر او محدود شي، ذهن ورسره مفلوج او ناکاره کیږي او انسان بیا خپل هر کار ته بې بنسټه دلائل تراشي ، په کوم کار کې چې عصبیت او قوم پرستي راشي هغه که سر هم ونیسي نو دوام نشي پېدا کولای او په کوم ځای کې چې د عصبیت بوي وي هلته بیا اتحاد او یووالې محال او ناممکن دی او خلاصة درته ووایمه چې د عصبیت مرض د له منځه وړلو بغیر د امت د اتحاد او اتفاق تمعه او امید ساتل یواځې یو خوب او خیال دی، ځکه خو خوږ نبي ﷺ  عصبیت او تعصب په سختو الفاظو منع کړی او فرمایلي یې دي : هغه زموږ له ډلې نه دی چې د عصبیت او قومیت طرفته رابلل کوي، هغه له موږ څخه نه دی چې د عصبیت په نوم جنګیږي، هغه له موږ څخه نه دی چې په عصبیت باندې مړ شي او هر څوک چې په عصبیت باندې مړ شي هغه د جاهلیت په مرګ مړ شو.

د اسلام تر ټولو مهمې شعبې یو منبر او بل جهاد دی، نو ځکه کفر او نور طاقتونه عامه مسلمانان د دې دواړو څخه منفور او په کرکه کوي تر څو د دوی تر مینځ پخپله او هم د عامو مسلمانانو تر مینځ واټن رامنځته شي نو بیا چې دوی عامو مسلمانانو ته کوم فکر ورکوي هغوی یې اخلي.

له همدې امله قران وایي چې تاسو خپلو کې اختلاف مه کوئ ځکه که چیرته تاسو اختلاف کوئ ستاسو زور به اوبه شي او قوت به مو ټول لاړ شي.

د صلاح الدین ایوبي رح دور یو له ازمیښتونو ډک دور و ، کفر په اسلام کې داسې ننوتلې و چې آن د خلافت له درباره به د دوی د خوښی پریکړې کیدلې، لامل یې خپل منځي اختلافات او شخړې وې خو کله چې ایوبي رح د ډېرو کوښښونو وروسته ټول رایوځای او متحد کړل نو بیت المقدس او نورې ډېرې سیمې یې  له کفارو د همدې اتحاد له برکته ونیولې.

نور بیا ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x