شعـــــرونه

ما مه وژنئ/ عبدالصبور روفي

عبدالصبور روفي

زمــــا په وژلـــــو باندې هیــــڅ نه کیږي
پرته له دې چــــې مـــې ماشـــوم یتیم شي

مــــور به مـــــې ژړای او دعــــا به کوی
پلار به مـــې هم له دی نه ډيــر ذهیر شي

د ښځـــــــــې رنـــګ به د کــــــتلو نه وی
زمــا انځـــــــور تـه بــه دا تل په ویر شې

ورور به خـــفه او خــــور په چیغو ژاړی
دوی خـو به هــم  په جنجالو کـې ګیر شي

زمــا په یـــادونو به خـــــپل وخت تیروی
داســی به نه وی چــې تری کـله هیر شي

صبور وی بس کړی خپل افغان مه وژنئ
ښه خـو به دا وي چې  دښمن ته ځير شي

کابل-آریانانیور ۲۱-۸-۱۳۹۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx