شعـــــرونه

زه هغه بې وفا نه يم/ عبدالباري جهاني

عبدالباري جهانی

‎یو نفس به مي هېر نه سي زه هغه بې وفا نه یم
‎څه پروا ده له هجرانه ستا له یاده مستانه یم

‎نه بې تا محفل ټولېږي، نه بې ما سترګي در اوړي
‎څنګه یو له بله بېل سو ته لمبه زه پروانه یم

‎له ازله مي راوړي پر تندي باندي زخمونه
‎تر قیامته به روغ نه سم زه نصیب د فرزانه یم

‎نه خمار مي د چا مات کړ، نه نشې مي کړلې مستې
‎د آسمان له تشه لاسه پرېوتلې پیمانه یم

‎بې پروا یم له رویباره، بې خبره له نګاره
‎نه بڼو یمه ویشتلی، نه د زلفو زولانه یم

‎یو تصویر دی چي را اوري پر خیالونو، پر خوبونو
‎بیا د یار پر کوڅه راغلم، پټ په زړه کي بتخانه یم

‎نن په رنګ د آیینه کي سر د میني را معلوم سو
‎دا له تا سره پیوند یم چي له ځانه بېګانه یم

‎د ژوندي وصال شېبې دي لکه خوب داسي پناه سوې
‎اوس مي ټول یادونه خپل دي چي بېلتون ته یګانه یم

‎ نه لوګی نه مي لمبه سته جهاني رنګه ویلېږم
.‎دا هم ستا د میني شور دی پر وطن چي افسانه یم


عبدالباري جهاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx