نظــر

د افغانانو په وژنه د امريکايي عسکر هيښوونکی اعتراف

نجيب الله عادل

امریکایي اشغالګر (کیلوِن ګِبز) په عدالت کې ومنله چې د شرابو په نشه کې یې فقط د تفریح او یادګارۍ لپاره افغانان قتل کول ، 26 کلن کیلوِن ګِبز په افغانستان کې د پنځه کسیزه ډلې (ففتھ اسټرایکر برګیډ) په نوم د یو قاتل ګروپ مشر و، کیلوِن ګِبز عدالت ته وویل: چې افغانستان کې یې د چاپو پر مهال ډیر بېګناه افغانان فقط د انځورونو اخېستلو او تفریح لپاره قتل کړل.

تحقيقاتي ډلې د قاتل (کیلوِن ګِبز) له شخصي موبایل څخه داسې ویډیوګانې او ساتل شوي تصویرونه هم عدالت ته وړاندې کړل چې په هغوی کې د وژل شویو افغان وګړو د لاسونو پرې شوې ګوتې، اېستل شوي غاښونه او نور بدني اعضاء هم شامل دي، په یوه ویډیو کې کیلوِن ګِبز د وژل شوي قندهاری ماشوم (محی الدین ګل) څخه د لاس ګوته پرې کوي او خپل ملګري (سارجنټ هولمز) ته یې په خندا ډالۍ کوي، په بله ویډیو کې کیلون ګبز او ملګري یې په یوه هسکه غونډۍ باندې دوه افغانان د تفریح لپاره په نښه کوي او وژني یې.

په یو تصویر کې(کیلوِن ګِبز) د يوې افغانۍ ميرمنې غوڅ شوی سر په لاس کې نیولی او په خندا سره په ګوتو باندې د V نښان جوړوي، د خیاطانو معنوي پلار کیلون ګبز دا هم ومنله چې له وژلو وروسته به یې د افغان وګړو تر څنګ وسله هم کیښودله، ددی لپاره چې وژل شوي بیګناه افغانان ترهګر ثابت کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میرافغان

ماتر دې مخکي هم ویلي او اوس هم وایم او په راتلونکي وخت کي به هم وایم چي امریکا او اروپا د دجل، خطایستني او فریب دوهم نوم دی۔ یوه ورځ په کندهار کي د یوه روغتون مخ ته را ووتلم تر ما وروسته یو ډاکتر هم راووتی۔ په دغه وخت کي د امریکایانو کتار هم را رسېدلی وو او ولاړ وو۔ مخته لاره بنده وه۔ نوموړي ډاکتر په افتخارانه توګه وویل دا سوله ساتي دي۔ زموږ هیواد راجوړوي۔ هغه خلګ چي یوازي یې عصري علوم لوستي وي او دیني علم ونلري د دوی د دجل څخه په آسانۍ او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x