
سيکولر څه ډول حشره ده؟
ژباړه او زیاتونه:مولوي محبوب شاه ساجد
-سیکولران هغه وخت د ناروغانو صحت ته پاملرنه کوي چي د روژي میاشت سي.
– هغه وخت یی د حیواناتو حقوقو ته متوجه کیږي چي لوی اختر سي.
– هغه وخت یی د ښځو حقوق ته پام کیږي چي د حجاب او میراث خبره رامنځته سي.
– هغه وخت یی د روغتون جوړولو ته پام کیږي چي کوم ځای د مسجد جوړول وویني. .
– هغه وخت یی د اسراف مخنیوي او د غریبانو لاس نیوي ته پام کیږي چي د حج او عمری خبره مطرح سي.
– هغه وخت یی د ګاونډی هیوادونو د استخباراتو مداخلي ته پام کیږي ، کوم وخت چي د دیني مدرسو د جوړولو خبره سي.
– دغه حشرات د اسلام څخه پرته ټولو ادیانو ته احترام لري.
– د اسلامی حجاب څخه پرته بل هر ډول لباس ورته د منلو دي.
– د بیان د آزادۍ تر شعار لاندي هر ډول کفریات او چټیات ویل ورته د منلو دي ، خو د شرعی فتوا سره یی فشار لوړ سي.
– د هر ډول قانون تطبیق ورته د منلو دي ، خو د شریعت د تطبیق سره شاټ دي.
– د اسلامي سیاست څخه پرته یی بل هر ډول د میاکاولي ،منافقت او رزالت او غلامئ سیاست خوښ دي.
– کچیری د کفارو او د دوي د بادارانو لخوا په یوه دقیقه کي پر زرګونه مسلمانان بمبارد سي او شهیدان سي ، دوی شپږه لا هم نه خوري ، مګر که کوم شرعی حد تطبیق سي نو رمباړي یی ټول رسنۍ خپروي ، د بشر حقوقو والا ناړي پاشي.
– د جهادي تمریناتو پرته هر ډول ورزش ورته د منلو دی.
– د انګلیسي اصطلاحاتو او لغاتو سره خوله درته کږه وږه کوي ، خو د عربی اصطلاحاتو څخه داسي بد وړي لکه شیطان د تعوذ څخه.
– په درسي نصاب کي هر ډول غربی توب او امریکایی توب ورته د منلو دي ، دا ورته طرقي ښکاري ، د غربي کلتور ډول ته اتڼ کوي ، خو اسلامي کلتور ورته د آسماني تندر حیثیت لري.
لنډه دا چي سیکولرزم یو فکري جریان نه ، بلکه د چټیاتو او تناقضاتو یو مجموعه ده او سیکولر انسان یو ډول رواني ناروغ دي چي زموږ په پیڅه سوي دي.
یو سکولر ته د خپل تفکر انتخاب به د هغه مدنی حق وی خو لویه اخلاقی ستونزه ئې دا ده چی: استعمار او امپریالیزم د ظالمانه کړنو د غندنی او همدارنګه د توطئې د تئوری د واقعیت د اعتراف جرئت نلری. اکثره سکولر پدې باور وه چی مثلاً انګریزان زموږ تاریخی دښمنان وه خو نن ټول سکولر مخلوق د همدې انګلوساکسون ډُول ته نڅیږی. سکولر مخلوق د افراطی مذهبیونو جنګی کړنی غندی ( چی هر صالح انسان ئې باید وغندی ) خو د سیکولر توپیر د یو صالح او ویښ او خوږمن انسان سره دا دی چی سکولر د افراطی… نور لوستل »