افغانستان

کندهار کې د حوزې پر امریت موټربم برید شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کندهار ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند «عینو مینه» ښار ګوټي کې د یادې حوزې پر امریت زورور موټربم برید شوی.

موټر بم برید د عینو میني د ماهیانو له فوارې سره نږدې د یوولسمې امنیتي حوزې پرا مریت شوی، چې ویل کېږي د حوزې د امر فضل محمد «فضلو» په ګډون پکې ګڼ شمېر پولیس ټپیان شوي.

کندهار کې روغتیایي چارواکي وايي، د یاد موټر بم برید له امله اوولس ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي، چې څلور تنه یې ولسي وګړي دي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ که څه هم د تلفاتو په اړه جزئيات نه دي ورکړي؛ خو کورنیو چارو وزارت وایي، په موټر بم برید کې شپږ تنه عسکر وژل شوي.

دا خبر بشپړېږي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x