افغانستان

کابل: د پایلو له اعلان وروسته حالات ترینګلي دي

د هېواد په پلازمېنه کې حالات وروسته له هغه ترینګلي شول، چې تېره ورځ د ټاکنو لومړۍ پايلې اعلان شوې.
د پایلو د اعلان له مخې ډاکټر اشرف غني احمدزی تر خپل سیال ډاکټر عبدالله عبدالله نږدې دیارلس سلنه وړاندې دی. مګر د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویان د ټاکنو دغه پایلې نه مني.
تېره شپه چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي پلویانو د ټاکنو د پایلو د اعلان په خوښۍ کې اتڼونه کول، د ډاکټر عبدالله عبدالله ځينې پلویان د کابل کوڅو ته راوتلي وو او «مرګ په تقلبیانو» نارې يې وهلې. دوی پرځینو واټونو کې داسې لوحې نصب کړې دي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله يې ولسمشر پکې بللی دی.
ټاکل شوې ده چې نن غرمه به ډاکټر عبدالله عبدالله د لويې په خېمه کې خپلو پلویانوته خبري کنفرانس ولري. پر همدې پلمه د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو د لويې جرګې په خېمه کې د ولسمشر حامد کرزي انځور راښکته کړی او پرځای يې د ډاکټر عبدالله عبدالله انځور نصب کړی دی.
ویل کېږي چې دوی د افعانستان رسمي لوګو هم لرې کوي او پرځای به يې د خراسان لوګو ولګوي.
په ورته د ډاکټر عبدالله عبدالله پلویانو د بلخ والي عطامحمد نور او ګوند مشر محمد محقق ویلي دي چې دوی به موازي حکومت اعلان کړي.
بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کيري ګواښ کړی چې که څوک په زور دواک د ترلاسه کولو هڅه وکړي دوی به هرډول مالي مرستې پرې بندې کړي.
د ټاکنو پایلې تېره ورځ په داسې حال کې اعلان شوې چې ځینې سیاسي مبصرین يې د امریکي د سفیر او سناتورانو د فشار او جوړ جاړي پایله ګڼي.
یاده دي وي ځينې شنونکي د پوهنتونونورخصتي هم د ټاکنیزو پایلو نه د راپیداکېدونکي جنجال د مخنیوي هڅه ګڼي.
د ټاکنو وروستۍ پایلې به د چنګاښ د میاشتې په پای کې اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x