لیکنېنظــر

سوله او د هغې دوه متفاوتې بیې

شفيع اعظم اورياخېل

نولس کاله یوه ډیره نا عادلانه او نامرده جګړه حاکمه وه.
شرق او جنوب مطلق تر سور اور لاندې او غرب او شمال کې به هم چې کومه سیمه کې پښتون وو؛ نو آسمان کې د ډرون او B-52 او لاندې به د خونړیو چاپو محشر روان وو.

نورو ښارونو او د افغانستان نورو برخو کې بیا د نړیوالو په مرسته بیارغونه، پروژې، سینمارونه، ډالرې، ستارې افغان او د ډیموکراسۍ د پرکټیس رنګین ماښامونه وو.

همدا علت دی چې اوس د ننګرهار له شینوارو، جنوب له سنګین او شمال له ډنډ غوري نه معیوب ځوان او بوره مور د خپل کمیس ګریوان وڅیري او عالم ته چیغې کړي چې درې وختو کې دې یو وخت ډوډۍ وي خو چې سوله وي.

بلخوا بیا د نولس کاله ډیموکراسۍ رنګین ماښام کې مست له خپل ګیتار نه په ډیره سړه سینه یو تړنګ پورته کړي وایي سوله بلکل ښه شی دی خو داسې سوله نه چې هغې کې زما ګبتار ته ستونره پېښه شي. سولې اړوند یو ویډیو کلیپ مې کوت چې هغې کې یوه نجلۍ له سلماني نه را ښکته شي. د سولې په اړه شوې پوښتنې په ځواب کې وایي چې د سولې مخالفه نه یم، خو پدې بیه یې نه غواړم چې هغې کې زما د بچه ګانه فوجي کټنګ وېښتو سټایل له ازادۍ محرومه شم.

هو دا په تېرو نولسو کالو کې د یو فغانستان دوه متفاوت داستانونه وو. پدې حال هم لا ځیني قانع ندي او چیغې کړي چې “انیجا توسط پشتونها برتري جویي قومي جریان دارد”. یو څو نور په داخل او خارج کې داسې ګرځنده بېداره مدني فعالان دي چې له بامه هم وغورځي نو چیغې کړي چې “اینجا نسل کشي سیستماتیک و حذف قومی جریان دارد”.

جالبه یې دا چې پښتون د بمبارد او انفجار له لاسه په خپلو وینو کې غرق دی، دوی یې لاسنیوي او خواخوږي پر ځای نور هم په خوله و وهي او بهر کې د خپلو پناه اخیستلو کیسونو لپاره خیرن لاسونه په همدې پټان پاکوي.

که پښتون سره له دغه حاکم تبعیض او ظلم پرده پورته کوې نو یو احمق به را پاڅي او وایي به چې داسې واضح یې مه لیکه چې بیا تعصب کېږي.

سوله لومړیتوب دی او د ژوند په نورو شرایطو به له سولې وروسته په ارامو دماغو او خوندي سر خبرې کوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x