نظــر

د نظام د ډول او نوم تعین د افغان ولس خپل کار دی

قاري حبیب

تېره ورځ د سویس په جینوا کې د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسؤل جوسیپ بوریل په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د اسلامي امارت د راتګ په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د اسلامي امارت را اعاده کیدل به د اروپایي اتحادیې په سیاسي تعامل او مرستو اغیز وکړي.

د اروپایي اتحادیې د دغه مسؤل له خبرو څرګندیږي چې نوموړی اوس هم په ماضي کې اوسي او د تېرو نولسو کلونو د دوران په شان فکر کوي. هغه نولس کلنه مرحله چې بهرنیانو غوښتل د زور، زر او تزویر په واسطه په افغانستان او افغان ولس بهرنۍ نسخې عملي کړي، یو له بهره راوارد شوی نظام پرې وتپي او د سیاسي ارادې استقلال ترې سلب کړي.

موږ د اروپایي اتحادیې دغه ناخبره مسؤل ته وایو چې که د افغانستان په اړه معلومات نه لري باید چې خپل معلومات آپډیټ کړي. ده ته دې معلومه وي چې دلته دا شل کاله په همدې جګړه روانه ده چې یو شمیر بهرنیان هڅه کوي په افغان مؤمن ولس پردۍ نسخې ومني، خو افغان ولس په خپلو ارزښتونو ټینګار لري. په افغان ولس د پردیو نسخو د تپلو ټولې هڅې ناکامې شوې دي او اوس په دې خبره نړیواله اجماع ده چې باید د افغان ولس  خپلې ارادې ، باورونواو اعتقاداتو ته درناوی وشي. هغوی چې هر ډول نظام غواړي باید جوړ یې کړي.

بله دا چې د نړۍ په هره برخه کې دا د ملتونو حق بلل کیږي چې د خپل هیواد لپاره کوم ډول نظام جوړوي او په څه نوم یې یادوي. همدا حق باید زموږ ولس هم ولري. زموږ ولس مؤمن ولس دی، په خپل دین اسلام ټینګ او نه ماتیدونکی باور لري. د اسلامي نظام لپاره یې خورا درنې قربانۍ ورکړې دي. اسلامي امارت هم یو داسې نوم دی چې هم اسلامي ريښه لري او هم په افغانستان کې تاریخي سابقه، په نولسمه پیړۍ کې د افغانستان اکثره مشران په امیرانو یادیدل، بناء ویلی شو چې د اروپایي اتحادیې د یاد مسؤل لخوا  دا وړ څرګندونې د افغانستان په داخلي چارو کې یوه داسې مداخله ده چې هیڅ منطقي او قانوني توجیه نه لري.

افغانان تمه لري چې د اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو په شان نړیوال سازمانونه باید د موضوعاتو په حل تمرکز وکړي. سولې ته د رسیدو په لاره کې همکاري، بشري مرستې، په داخلي امورو کې د افغان ولس ارادې ته احترام هغه څه دي چې دوی او ټول جهتونه یې د ترسره کولو اخلاقي مسؤلیت لري.

دا چې اسلامي امارت دې ته ژمنتیا ښودلې چې له افغانستانه به نورو هیوادونه نه متضرر کیږي، متقابلا د اروپایي اتحادیې په شمول د نړۍ سازمانونه او هیوادونه هم مکلف دي چې د افغانستان په داخلي چارو کې له مداخلو څخه ډډه وکړي.

موږ نه پوهیږو د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مسؤل په کومو اصولو ځان ته دا حق ورکوي چې افغانانو ته د خپل هیواد داخلي ضوابطو او عناوینو د ټاکلو په اړه لارښوونې کوي. دا وړ څرګندونې نه یوازې غیر مسؤلانه دي بلکې د دواړو اړخونو لپاره په زیان هم دي او د مسئلې د حل په برخه کې هیڅ مرسته نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx