
امریکا: په بین الافغاني مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، په بین الافغاني مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سکرتر «ډيویډ هیل» ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو په خبرو کې د پام وړ پرمختګ کړی چې تر دې وروسته به د اجنډا په اړه بحث کولو ته زمینه برابره شي.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې که د مذاکراتي ټیمونو مشران وغواړي کولای شي افغانستان یوه متحد، ډيموکراټيک او پر ځان بسیا حالت ته جوړ کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال خبرې داسې مهال دي، چې په دوحه کې له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه خبرو ته ناست دي او هڅه کوي، د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د مذاکراتو له پیلېدو که څه هم ډېر وخت تېر شوی، خو په دې وروستیو کې پکې د پرمختګ خبرونه ورکړل شوي او ویل کېږي، د کابل مذاکراتي ټیم د طالبانو او امریکا توافقنامه د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په حیث منلې.