نړۍ

پاکستان: د اسرائيلو په رسميت پېژندو هوډ نه لرو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): پاکستان وايي، تر هغو چې د فلسطينيانو قضيه د فلسطين د ولس په خوښه نه وي حل شوي، تر هغو به اسرائيل په رسميت ونه پيژني.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هغه ګنګوسې بې بنسټه بللي، چې اسلام اباد د اسرائيلو په رسميت پېژندلو لپاره تر فشار لاندې دی.

د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، په دې اړه د لومړي وزير عمران خان دريځ روښانه دی او تر هغو به اسرائيل په رسميت ونه پېژني، تر څو چې د فلسطينيانو حق نه وي ترلاسه شوی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د تلپاتې او منصفانه حل لپاره د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس د قراردادونو له مخې بايد د ۱۹۶۷ کال جګړې څخه مخکې سرحدونو له مخې بايد د فلسطينيانو حکومت جوړ شي.

پاکستان دا سپيناوی په داسې حال کې کړی، چې له مصر او اردن وروسته په تېرو دوو مياشتو کې متحده عربي اماراتو، بحرين او سوډان د اسرائيلي ښکېلاک دولت په رسميت پېژندلی او داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې د سعودي په شمول پنځه نور عربي هېوادونه هم د اسرائيلو په رسميت پېژندو لپاره لېوالتيا لري.

له تېرو څو اونيو راهيسې د پاکستان په ټولنيزو رسنيو کې داسې ګنګوسې او بحثونه روان دي، چې پاکستان د اسرائيلو په رسميت پېژندلو لپاره تر فشار لاندې دی او د مبشر لقمان او کامران خان په شمول يو شمېر مشهورو ژورنالېستانو هم ويلي، چې پاکستان بايد د اسرائيلو يهودي رياست په رسميت وپيژني او په دې اړه په خپله تګلاره له سره کتنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نن سبا د پنجابیانو پر چال او فریب ټول پوه دی. د چین د حکومت ظلم په ایغور مسلمانانو باندی دوی سترګی پټی کړی ځکه چی جنیان ورسره مادی کمک کوی، لوی پروژی یی ورته په کار اچولی نو هر څه چی پر مسلمانانو باندی په چین کی راځی رادی شی. د یهودو کمک اخلی خو په رسمت پیژندو کی یی لا هوډ نلری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x