ټکنالوژي

هند د چين پر «۴۳» نورو اپليکيشنو بنديز ولګاوه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۵ ليندۍ، ۱۳۹۹ل): د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې د هند حکومت يو وار بيا چين د خپلو بنديزونو نښان ګرځولی او د علي بابا سربېره يې په ۴۳ نورو اپليکيشنو بنديز لګولی دی.

د راپور په وينا ددغه بنديزونو لامل په هماليا پوله د چين او هند ترمنځ د رامنځته شوي تاوتريخوالي غبرګون ښودل شوی دی.

د هند د ټکنالوژي او مخابراتو وزارت وايي، پر ۴۳ بېلا بېلو چينايي اپليکيشنو بنديز لګېدلی چې دا ټول غوښتنليکونه د هندوستان امنيت او سالميت لپاره خطر دي.

پر هماليه پوله له تېرو څو مياشتو راهيسې د هند او چين ترمنځ تاوتريخوالی رامنځته شوی چې له کبله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده.

د رسنيو د راپورونو له مخې له دې وړاندې هم د هند حکومت په دغه هېواد ک کې پر ۱۷۰ چينايي اپليکيشنو بنديز لګولی و، دوی وايي چين د ياد اپليکيشنو کاروونکو مالومات راغونډوي او بيا يې د هند پر ضد په مجموعي ډول خپروي چې د هند دولت پر وړاندې يوه دسيسه دی.

په هند کې د چين سفارت ددغه پريکړې مخالفت کړی خو د علي بابا ستر شرکت (ستر چينايي شرکت دی چې د هند په ګډون په نوره نړۍ کې په انلاين بڼه سوداګري کوي) لا غبرګون نه دی ښودلی.

د رسنیو د راپورونو له مخې د يو شمېر چینایي شرکتونو د هندي شرکتونو سره د پانګونې او سوداګرۍ مخه نيول شوې وه، دغه کار هم د سرحدي لانجې په تعقیب د هندي حکومت لخوا شوی و.

بل لوري ته هندي رسنۍ وايي، د چين او هند ترمنځ له تاوتريخوالي وروسته تر دې دمه‌ هند د ټک ټاک او پابجي سربېره ۲۲۰ اپليکيشنونه بند کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x