ورزش

سبا پنجشنبه د سریلانکا غوره لیګ سیالۍ پېل کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې ده سبا د پنجشنبې په ورځ د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د یو شمېر افغان لوبغاړو په ګډون د سریلانکا لیګ سوداګریزې سیالۍ پېل شي.

په دغه لیګ کې ۷ افغان لوبغاړو د ګډون په موخه سریلانکا ته سفر کړی، او سر له سبا پنجشنبه به سیالۍ پېل کړي، د یاد لیګ پایلوبه به د دیسمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پای ته ورسیږي.

په سریلانکا غوره لیګ (LPL) کې پنځه لوبډلې ګډون کوي چې په لاندې ډول دي: کولمبو کینګز، ډمبولا وایکنګز، ګالی ګلډيئټرز، کنډي ټسکرز او جافنا سټالینز.

https://twitter.com/LPLt20official/status/1331254240262537216?s=20

په لومړۍ لوبه کې به کولمبو کینګز او کینډي ټسکرز لوبډلې مخامخ شي چې د افغانستان پر وخت د ماښام ۶:۳۰ بجې پېل کیږي.

په سریلانکا غوره لیګ کې کریم صادق او قیس احمد د کولمبو کینګز لوبډلې په ګټه لوبیږي چې لوبډلمشري یې انجلیو میتیوز کوي.

نوین الحق او رحمان الله ګربز د کینډي ټسکرز لوبډلې لخوا د هندي عرفان پټان او د سویلي افریقايي ډیل سټین ترڅنګ لوبیږي.

حضرت الله ځاځی به د ګالی ګلډیئټرز لوبډلې لخوا د شاهد افریدي تر مشرۍ لاندې ولوبیږي. دغه راز سمیع الله شینواری او افتاب عالم به د ډمبولا وایکنګز لوبډلې لخوا ولوبیږي.

د یاد لیګ مینوالو ته بد خبر دا ورکول کیږي چې لاست ملینګا او کریس ګېل د ځینې وجوهاتو له کبله له یادو سیالیو بهر شوي دي.

https://twitter.com/ICC/status/1328692370225958913?s=20

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x