نظــر

د فکرې مبارزې یو مطمئن سنګر!

طارق بدر

کله چې دلته کفر پل کېښود، نو د ارزښتونو په نوم کرښې ګډوډې شوې، یوه غوغا جوړه شوه، هر چا هڅه کوله چې ډېرې پیسې پیدا کړې، ولو که د هرڅه په بدل کې وي هم؛ دفاتر د نجونو سرخیو پر سر واخیستل، ښارونو کې لمن عیب وګرځېده، لونګۍ د انسان د خرڅلاو لپاره کافي ګڼل کېده، ږېره له منځه لاړه او حجاب افراط تعبیر شو؛ په همداسې حال کې، یو څوک له ږېرې، لمنې او کږې لونګۍ سره د تلویزون پر سکرین را ښکاره کېږي، نه یوازې دا چې ظاهري څېره يې د تپل شویو ټولو معیارونو خلاف وه، څرګندونې يې بېخې ټکان ورکوونکې وې!

دا ځوان؛ نه داسې و چې له ژونده په تنګ و، نه داسې و، چې د نورو په څېر يې پیسې نه شوای پیدا کولی، نه داسې و چې د کابل رنګینو کوڅو خوند نه ورکاوه، نه داسې و، چې تر شا يې کورنۍ او ارمانونه نه لرل، نه داسې و چې که يې خدای مه کړه ضمیر پلورلی وای، نو ګواکې چا به د ملامتۍ ګوته ورته نیولې وه، خو بیا هم ټولې رسنۍ، ټول تبلیغات، ټول دولت، ټوله ښاري فضا په یوه لوري وه او دا ځوان تکې تنها په بل لوري، د حق په لوري ګامونه اخیستل!

انجینر نظرمحمد مطمئن؛ لکه څومره چې يې په تخلص کې ډاډ نغښتی تر هغه څو چنده الله جل جلاله ثابت، ډاډمن او د سلامت کفر په منځ کې پر خپل نېغه لار نېغ مطمئن ساتلی.

مطمئن صاحب پر ځوان کهول دومره احسانات کړي چې که نور بېخې ګوشه نشني اختیار کړي هم؛ زما په فکر خپل مسؤلیت يې ادا کړی دی، هغه د کفر په منځ کې د کفر ضد غږ پورته کړی، هغه لومړنی کس و، چېد یو عام مسلمان په ډول يې پر تلویزوني بحثونو، کنفرانسونو او لیکنو کې اشغال ته اشغال ووایه او د ولس روانه مبارزه يې مستقیم یا غیر مستقیم د دې ولس د برم یوازینۍ لار وبلله!

کلونه پخوا؛ چې د اشغال ضد فکر یوازې لېونتوب تصورېده، انجینر صاحب نظر محمد مطمئن او حاجي صاحب فرید هغه څوک و، چې د طلوع‌نیوز او یو تلویزونونو پر مېزونو به يې د کفر پر وړاندې د مبارزې لپاره استدلال کاوه او د یرغلګرو او اجیرو عسکرو جګړه يې د ولس پر ضد اقدامات بلل.

مطمئن او د اصطلاحاتو جګړه!

کفر د داخلي مزدورانو په ملګرتیا پر مسلمانانو یرغل وکړ، سلامت اسلامي نظام يې له بېخه ونړاوه، د همدې کفر د حاکمیت لپاره يې خپل هر مخالف د ولس ضد معرفي کړ؛ د کفر او اشغال پر ضد جګړه يې د ولس پر ضد جګړه معرفي کړه، جهاد تروریزم وبلل وشو او رسنیو د علماءسوء په ملګرتیا ان د قرآن تحریف ته مټې را بډ وهلې، په همدې ترینګلي حالت کې مطمئن صاحب د بهرنیو او کورنیو ډیموکراتانو، هر بمبار، هره چاپه، هر برید د ولس پر ضد ګاڼه او حتی د کورنیو چارو وزارت د وخت ویاند « صدیق صدیقي» سره يې په مخامخ تلویزوني بحث کې هم دا اصطلاح کاروله!

سوله؛ یوه بله کلمه وه، چې نږدې د بشپړې اصطلاح معنی يې افاده کوله او دا کلمه په ۲۰۱۰ او دوولسو میلادي کلونو کې لوی جرم بلل کېده؛ ځکه د بهرنیو او کورنیو ډیموکراټانو دا شعار و، چې مسلمان یا باید د دوی قوانین ومني؛ تسلیم، بندي او یا ووژل شي؛ بله پکې نه ځايېده؛ خو مطمئن صاحب هغه وخت چې د سولې په نوم کوم سوچ لا موجود نه و؛ همدا تکراروله چې بهرنیان جګړه نه شي ګټلی او سوله د ولس په خیر ده؛ دې خبرې نو دا معنی لرله چې ګواکې امریکا او اشرباڼي يې ناکام او داخلي مزدوران يې سرکوزي دي؛ چې لس کاله وړاندې يې تصور دغسې ناممکن برېښيده لکه اوس چې څومره ممکن شو!

ناکامي او بریا؛ دوه نورې کلمې وې چې نږدې لس کاله وړاندې دا داواړه کلمې نه استعمالېدلې، ځکه پرېکړه نږدې شل کاله وړاندې شوې وه، چې مسلمانان ناکام او کفار او مزدوران يې بریالي دي؛ دې تصور د رسنیو پر مټ ولس په تېره بیا ښاري محیط بشپړ یرغمل کړی و، دا چې د دوستم خبره موټر سایکل به د نړۍ سپور طاقت را پرځوي؛ یوازې ایمان والو ته ممکنه برېښېده بس خلاص؛ مطمئن صاحب همدا کلمې کلونه پخوا استعمالولې او جالبه دا وه چې کلونه پخوا يې د کلونه پخواني معیار خلاف اما د اوسني معیار مطابق استعمالولې، هغه ولس بریالی باله او د ولس ضد د داخلي او بهرنیو بېلارو اشر يې مطلق ناکام؛ چې دا ډول څرګندونې د تلویزونونو کارکوونکو ته یوازې د بحث ګرمولو موقع ښکارېده؛ نور يې نو شپږم حس هم دا نه شوای درک کولی؛ چې ولس به رښتیا هم د سلامت کفر پر وړاندې له ټول زور او ځوږ سره سره بریالی را وځي.

مطمئن صاحب؛ د بیان د ازادۍ قربانۍ!

مطمئن صاحب د ډیموکراټیک رژیم پر دې شعار چې پرلپسې يې بدرګه کوي او حتی اوس يې د «لاسته راوړنو» په لیست کې هم یادوي؛ – د بیان ازادي – چندان باور نه درلود؛ ځکه هغه به پرلپسې په تلویزوني بحثونو کې هم خپل مخالفو مېزوالو ته ویل چې تاسې ما له یو قلم سره دلته نه شئ برداشت کولی، نو هغه طالب چې له تاسې سره يې جګړه کړې او ټوپکې مو یو بل ته په اوږو ګرځولې، هغه به څنګه دلته تحمل کړل شي. خو له دې سره سره به نوموړي د وجدان غږ او خدايي مسؤلیت نه شوای هېرولی له ګڼو ګواښونو، اخطارونو او حتی زندانونو وروسته هم مطئمن پر خپله نېغه لار مطمئن پاتې شو.

د دې لپاره چې خونخوار رژیم ځان د بیان ازادئ؟ ته وفادار وښيي او د تلویزونونو مشرانو به د خپل بحث ګرمولو لپاره د مطمئن صاحب ګډون تحمل کاوه، خو چې کله يې درک کړه چې مطمئن اوس د یو کس نوم نه؛ بلکې یو فکر دی او دا فکر استدلال لري او نورو ته هم د خبرې جرئت ورکولی شي، نو يې لومړی په ځینو مشهورو تلویزونو کې تورلیست کې کړ، وروسته يې مخامخ بریدونه پیل کړل.

هغه د ۱۳۹۵هجري شمسي کال د قوس میاشتې په لومړي ماښام د ملي امنیت ترهګرو زنداني کړ او څلور ساعته يې زندان کې تېر کړل، نوموړي له راخوشي کېدو وروسته یوازې له خپلو مینه والو او دوستانو مننه کړې وه؛ خو دښمن يې لا هم ارام ناست نه و، کال وروسته ۱۳۹۶هجري شمسي کې د اسد میاشتې په نهمه یو ځل بیا زنداني شو، چې شاوخوا دوه میاشتې يې د ملي امنیت تروریستانو تر زجر لاندې تېرې کړې، خو مطمئن لا هم خپل دیني مسؤلیت او له ولس سره مینې ته ژمن پاتې شو، بالاخره د امنیت تروریستي شبکې د ۱۳۹۸هجري شمسي د میزان په اتلسمه د جمعې له لمانځه وروسته پر مطمئن صاحب مخامخ برید وکړ، خو الحمدلله ناکام شو!

د دې ټولو تېریو یوازینی علت دا و، چې مطمئن صاحب ولې خبرې کوې، ولې رښتیا وايي؟ د ډيموکراسۍ دعوه داران چې ځانونه حتی د عقیدې ازادۍ ته وفادار بولي، خو دلته یو څوک د خبرې ازادۍ ته نه پرېښودل کېږي او د خبرې ځواب يې پر زندان، ولچکو او ډزو ورکول کېږي، دا د دښمن د ناوسۍ لوی ثبوت دی، چې دوی له فکري اړخه دومره کمزوري دي چې که د حق یوازې یوه خبره وشي، د دوی فیسبوکي نظام ټول شړولی شي!

مطمئن صاحب او ملګرو یې پر دې قربانۍ پر ځوان نسل دا حسان وکړ چې له ګمراهۍ يې وساتل، د کفر د تلبیغاتو په ځوږ کې د حق دې غږ دومره وکړل چې لارویان يې پیدا کړل او حتی د دې تپل شوي نظام له منځه د نظام پر ضد غږونه پورته شول؛ مطمئن صاحب په کم عمر کې ثابته کړې، چې حق تر ځان لوړ دی!

دا خوله ورځوان په ۱۹۷۳م کال کې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې وزېږيد، له دیني زده کړو يې پیل وکړ او په عصري زده کړو کې يې تر ماسټرۍ درسونه ولوستل، په ۱۳۷۵هجري شمسي کال کې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د ننګرهار ملي راډیو تلویزون رییس، ۱۳۷۶هجري شمسي کې کابل کې د عامه کتابتون د ریاست مرستیال او د کتاب مجلې مسؤل مدیر، په ۱۳۷۹هجري شمسي کې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس او له هغه وروسته يې له ځینو بهرنیو ادارو سره په رغنیزو برخو کې کار کړی دی، مطئمن صاحب ګڼ چاپ او ناچاپ اثار لري، چې ټول يې د سیاست او تاریخ اړوند دي، په وروستیو کې يې یو زخیم او مشهور اثار خپور شو، چې خورا تود هرکلی يې وشو « د امریکا و طالبانو د سولې تړون؛ یوولس پړاوه مخامخ خبرې» او تر هغه وړاندې يې «له طالب مشرانو سره شپږ ورځې» پېژندل شوی کتاب دی.

مطمئن صاحب پر یوازې ځان د لوېدیځ او د دوی د مزدورانو ټوله میډیا وننګوله او اوس يې د کابل په زړه کې زرګونو تنو ته د خبرې جرئت ورکړ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x